غزني کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې د پلاستیکي توکو کارخونه جوړیږي

Photo: Ehud Neuhaus

غزني کې د شاوخوا درې میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د پلاستیکي توکو د یوې خصوصي کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

دغه کارخونه په شل جریبه ځمکه جوړیږي چې په ۲۴ ساعتونو کې به له څلورو تر پنځه ټنه پلاستیکي توکو د تولید وړتیا ولري او سلګونو کسانو ته به پکې د کار زمینې برابرې شي.

د کارخونې مسوول، سید فرید اغا هاشمي و ویل: «د شاوخوا درې میلیونه امریکایي ډالرو په اندازه مو په دغه کارخونه پانګونه کړې او شل جریبه ځمکه د دغې کارخونې د جوړولو لپاره پام کې نیول شوې ده.د دغې کارخونې په جوړولو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال د دغې کارخونې د جوړولو چارو د پیل پرمهال وايي، اسلامي امارت د هېوادوالو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی او له افغان پانګوالو یې وغوښتل چې د نورو هېوادونو پرځای په کور دننه پانګونه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، رحمت الله نجیب و ویل: «موږ په خپله ژمنه تر دې مهاله ولاړ یو او له دې وروسته هم له رب تعالی غواړو چې همداسې ثابت مو وساتي. ستاسې د مال، ناموس او سر ساتنې لپاره موږ چمتو یو او په دې برخه کې قرباني هم ورکوو.»

د افغان کارګرو ټولنې مشر، عبدالمتین مولوي زاده و ویل: «له هغو سوداګرو چې په بهر کې مېشت دي زموږ غوښتنه دا ده چې، هېواد ته راستانه شي. دلته په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

بل‌خوا په غزني کې ځينې کارګر له سرپرست حکومت او پانګوالو غواړي چې په کور دننه ځوانانو ته لازیاتې کاري زمینې برابرې کړي. 

غزني کې کارګر، سید عبدالله هاشمي و ویل: «زموږ له سوداګرو او پانګوالو دا غوښتنه ده چې، خپلې پانګې د هېواد د ابادۍ لپاره را ولېږدوي. اوس هم ډېر شمیر ځوانان وزګار دي، نو د دغه راز کارخونو سره دوی ټولو ته د کار زمینه برابریږي.»

پانګوال، سید نسیم و ویل: «موږ له پانګوالو غواړو چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او له دولته هم غواړو چې د پانګونې لپاره اړیني اسانتیاوې برابرې کړي.»

غزني کې ځينې صنعتګر د صنعتي ښارګوټي جوړول یوه جدي اړتیا ګڼي او په خبره یې په استوګنیزو سیمو کې یې فعالیتونه په ټکني ډول پرمخ ځي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزني کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې د پلاستیکي توکو کارخونه جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*