راستنېدونکو پانګوالو ته د مالیاتو د پنځه کلن معافیت ډاډ ورکړ

Photo: Farid Ershad

د رییس الوزرا اداري مرستیال وایي، اسلامي امارت د یوې ځانګړې تګلارې پر بنسټ له راستنېدونکو پانګوالو او صنعتګرو تر پنځو کلونو هیڅ ډول مالیه نه اخلي. 

عبدالسلام حنفي دغه خبرې غزني کې کډوالو ته د استوګنیزو نومرو وېش مراسمو د پیل پر مهال کړې دي. 

حنفي ویلي: «هغه کډوال چې په نورو هېوادونو کې کارخونې لري یا سوداګریز فعالیتونه کوي؛ یوه ځانګړې کمېټه د دوی لپاره کار کوي څو لازمي اسانتیاوې ورته برابرې کړي. که دوی وغواړي خپل هېواد ته پانګې را ولېږدوي، په صنعتي ښارګوټو کې به په وړیا ډول ځمکه ورکړل شي او د پنځو کلونو لپاره به هیڅ ډول مالیات ترې نه اخیستل کیږي.»

ورته مهال د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وایي، په ۲۵ ولایتونو کې یې راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې بشپړې کړې دي.

حمد الله نعماني زیاته کړه: «موږ د نهو میاشتو په لړ کې ټولو هغو سیمو ته پلانونه جوړ کړل چې هلته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ژوند زمینه برابریږي. د کډوالو لپاره د هېواد په ٢٥ ولایتونو کې د ٣٥ ښارګوټو طرحې او نقشې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د استوګنیزو نمرو وېش هم پیل شوی دی.»

د اسلامي امارت دغو چارواکو د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د یوه بازار د جوړولو د تفصیلي پلان د بنسټ ډبره هم کېښوده.

د غزني د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د بیا میشتېدنې آمر، دور محمد کاکړ و ویل: «د دغه ښارګوټي د لومړۍ قطعې تفصیلي پلان جوړ شوی او د کورنیو ظرفیت ته په کتو له پنځو تر ١٥ بیسوو ځمکې په پام کې نیول شوې دي. په دغه ښارګوټي کې به ټول اړین عامه خدمتونه وي.»

د غزني د کور او ښار جوړونې ریاست د انجینرۍ امر، حمید الرحمان شهیدخېل و ویل: «د اندړ ولسوالۍ د میري بازار تفصیلي پلان ١٩٢ استوګنیزې نمرې، ١٢ سوداګریز بلاکونه او تر اوو سوداګریز سرايونه لري.»

د غزني په دویم نمبر ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو په موخه  څلور زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په لومړي پړاو کې نږدې دوه زره جریبه ځمکه مستحقو کډوالو ته وېشل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راستنېدونکو پانګوالو ته د مالیاتو د پنځه کلن معافیت ډاډ ورکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*