راشد خان په شل اوریزو لوبو کې یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان په نړۍ کې لومړی توپ اچوونکی شو، چې په شل اوریزو لوبو کې تر بل هر توپ اچوونکي ډېر کسان ۶۳۲ سوځوي.

په دغو شل اوریزو سیالیو کې د راشد خان نړیوالې او نورې تجارتي لوبې شاملې دي.

راشد خان د سه شنبې په ورځ فبروري په څلورمه (سلواغه۱۶) د جنوبي افریقا په شل اوریز تجارتي لیګ کې د یو لوبغاړي دینت ویلالاګي په سوځولو سره دا ریکارډ جوړ کړ.

تر راشد خان وروسته د ویسټ انډیز لوبغاړي ډي جی براوو دی چې ۶۳۱ ویکټې لري، خو هغه له لوبو څخه استعفا کړې ده.

راشد خان په ۴۶۱ لوبو کې دومره کسان سوځولي او ډي جي براو بیا په څه باندې ۵۸۰ لوبو کې ۶۳۱ کسان سوځولي دي.

راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو د لوبډلې کپتان دی او دا مهال د جنوبي افریقا په شل اوریزو تجارتي لیګ کې د ام ای د لوبډلې مشر دی.

د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان ته د تېرې لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړې ده.

راشد خان د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په بېلا بېلو تجارتي لیګونو کې لوبېږي او ریکارډونه لري.

مربوطه موضوعات:

د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه اتمه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو غوره لوبغاړی وټاکه.

عمرزی الراونډر لوبغاړی دی چې هم توپ وهنه او هم توپ اچوونه کولای شي.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې «دغه ۲۴ کلن ځلمي په نړیوالو شل اوریزو سیالیو او تجارتي لیګونو کې هم ښه کال لره، خو په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ډېر اغیزناک ثابت» شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس عظمت الله عمرزی په ۲۰۲۴ کال کې تر رحمان الله ګربز وروسته د افغانستان دویم لوبغاړی و، چې ډېرې منډې یې کړې دي.

افغانستان تېرکال کې له زمبابوې، جنوبي افریقا، بنګله دېش او ایرلنډ څخه د لوبو لړۍ وګټلې او په دې کې عمرزي مخکښ رول لوبولی دی. عظمت الله عمرزي تېرکال «په ۱۴ یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ۴۱۷ منډې کړې او ۱۷ لوبغاړي سوځولي» دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "راشد خان په شل اوریزو لوبو کې یو بل ریکارډ په خپل نوم کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*