رفیع یاري د امریکایی باکسر په وړاندې د سختې مبارزې لپاره چمتووالی نیسي

💬0

رفیع یاري د امریکایی باکسر په وړاندې د سختې مبارزې لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان مسلکي سوک وهونکی رفیع یاري د امریکايي استازي پر وړاندې سختې مبارزې ته چمتووالی نیسي.

په وروستیو ورځو کې یې د روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې له پوره چمتووالي سره د سوک وهنې ډګر ته ننوځي.

ياري وايي چې د دې مبارزې لپاره په ښه فزيکي او تخنيکي حالت کې دى او د دې مبارزې د ګټلو لپاره به پوره هڅه وکړي.

دغه هېواد سوک وهونکی به د ۶۹ کیلو ګرام په وزن کې د امریکا د استازي پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ولاړ شي.

هغه وايي چې د دې مبارزې لپاره يې اصلي تمرکز د خپل فزيکي فټنس، سرعت، پياوړتيا او د جګړې د تخنيک پر ښه والي دى او هڅه کوي چې د جګړې پر مهال له ترلاسه شويو فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.

رفیع یاري چې په امریکا کې د افغانستان د مسلکي سوک وهونکي په توګه کار کوي، له هېوادوالو او د سوک وهنې له مینه والو غوښتي چې د دې جګړې په درشل کې د ده ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې ده چې رفیع یاري د راتلونکې میاشتې په ۲۸ نیټه د امریکا په مریلنډ ایالت کې د خپل امریکايي سیال پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

د مرستې لپاره دا مبارزه ځانګړې اهمیت لري. ځکه هغه هڅه کوي چې د سوک وهنې په مسلکي سیالیو کې د خپلو وړتیاوو په ښودلو سره خپل دریځ پیاوړی کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "رفیع یاري د امریکایی باکسر په وړاندې د سختې مبارزې لپاره چمتووالی نیسي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*