
د هلمند ۷۰ سلنې روغتيایي مرکزونه ودانۍ نه لري
د هلمند د روغتیا رياست مسوولان وایي، د اسلامي امارت د راتګ راهيسي يې د دغه ولایت د ۳۰ سلنې روغتيایي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړي، خو د معياري روغتيایي خدمتونو د وړاندي کولو لپاره د نورو ودانیو جوړول مهمه اړتیا ده.
داکټر محمد نادر د هلمند د بابا جي ولسوالۍ شملان سيمي، په دې خاورين روغتيايي مرکز کې هره ورځ لسګونه ناروغان ګوري وایي، د ودانیو نشت د دې لامل شوی، چې روغتیایي خدمتونه په نسبي ډول اغېزمن کړي.
هغه د طلوعنیوز له خبریال سره په خبرو کې زیاته کړه: «طبعا چې په دولتي او پاخه ځای کې چې ټول سهولتونه پکې وي، هلته پاکوالۍ مراعتیږي او ښه خدمات وړاندې کیږي. دا خو خامه ځایونه دي چې دلته نه کیږي خو زموږ دا اوسنۍ ځای تر نورو یو څه ښه دی.»
د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي، چې خپلي روغتيايي اړتیاوي په همدې مرکزونو کې پوره کړي، چې نه یوازې له طبیعي خطرونو خوندي نه دي، بلکې د درملو کمښت او د روغتیايي خدمتونو ناسم وضعیت اندېښمن کړي دي.
د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسېدونکی، حمکت الله وایي: «غوښتنه مې دا دی چې موږ ته یو کلینیک جوړ شي، دا خو خامه ځای دی او خاورې دي چې پر دوا هم لویږي.»
د هلمند د باباجي ولسوالۍ بل اوسېدونکی، جمعه خان داسې وایي :«دلته دې پر دغه ځای سم کلینیک جوړ شي، موږ به ډېر خوشحاله یو.»
د هلمند د عامي روغتیا ریاست مسوولين وایي، واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو راهيسي يې د دغه ولایت د ۳۰ سلنې روغتيايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړي، خو په خبره یې لاهم د هلمند د ولسوالیو او لېرو پرتو سيمو ۷۰ سلنې روغتیایي مرکزونه ودانۍ نه لري.
د هلمند د عامي روغتیا رییس، ډاکټر نقیب الله فاتح وایي: «د اسلامي امارت تر راتګ مخکې، په هلمند کې د روغتیايي مرکزونو لپاره دومره ودانۍ نه وې خو د اسلامي امارت په راتګ سره ۳۰ سلنې ودانۍ جوړ شوې دي او اویا سلنې روغتیایي مرکزونه لا هم ودانۍ نه لري.»
د هېواد د سويلي ولایتونو په لېرو پرتو سيمو کې د روغتیايي مرکزونو کمښت ماشومان، مېرمنې او د پاخه عمر کسان اړ کړي چې کیلو مټره واټن ووهي، څو لومړنیو روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی پیدا کړي.
لومړی نظر وکړئ on "د هلمند ۷۰ سلنې روغتيایي مرکزونه ودانۍ نه لري"