روغتیا وزارت: هېواد کې د مالاریا څه باندې زر پېښې ثبت شوې دي

Loading

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د ملاریا ۱۰۷۷ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند، شرافت زمان په وینا، په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو هڅې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت، شرافت زمان امرخیل و ویل: په تېرو ۶ میاشتو کې په ټول هېواد کې د ملاریا ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له نېکه مرغه تر اوسه د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ملاریا د مخنیوي په موخه د پشه خانو او عامه پوهاوي په برخه کې مرسته کړې ده.

د ننګرهار اوسېدونکی امید الله چې ۱۱ ورځې کیږي د ملاریا پر ناروغۍ اخته شوی.

نوموړی د ناروغۍ تر تشخیص وروسته څلور ورځې کیږي چې د کابل په انتاني روغتون کې بستر دی.

یو ناروغ، امیدالله وايي: په لومړۍ ورځ چې له دوکانه کور ته راغلم، سر مې درد کاوه، لړزه مې هم درلوده، چې ولاړم تشخیص شوه چې مالاریا لرم نو بیا دلته راغلم.

یو بل ناروغ، عبدالباقي وايي: «دوه نیمې ورځې د بامیان په روغتون کې بستر وم، بیا هغوی زه دلته را واستولم اوس څلور ورځې وشوې چې دلته تر مراقبت لاندې یم.»

ورته مهال د انتاني روغتون مسوولین وایي چې دغه روغتون ته هره ورځ لږ تر لږه ۱۰ ناروغان ورځي.

ډاکټر فرید الله عمري وايي: «د مالاریا پېښې مخ په زیاتېدو دي. یانې په منځنۍ کچه لس ناروغان هره ورځ، چې پر ځان یې شک دی انتاني روغتون ته مراجعه کوي.»

ډاکټر حامد حیران و ویل: «د لنډمهالي مراقبت په توګه هغوی هم باید لا جالیو او کړکیو سمه استفاده وکړي او پشه خانې هم کار واخلي.»

د ملاریا ناروغي د ناروغانو په تړاو د عامې روغتیا وزارت اوسنۍ شمېرې تیر کال ته په پرتله کموالی ښيي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*