
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي د خوراکي توکو د پېرلو توان یې له لاسه ورکړی او له مسئولینو غواړي چې د روژې په میاشت کې لوړ نرخونه کنترول کړي. روژه او بې وزلي
که څه هم تر روژې وړاندې لا کابل ښاریانو د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت درلود، خو د روژې په جریان کې ددې ښار د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د خوراکي توکو نرخونه لوړ یادیږي.
د کابل اوسېدونکي نجیب الله محمدي امریکا غږ ته وویل: “زموږ اکثریت خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له زیاتو ستونزو سره مخ دي، حتی نشي کولای چې یوه ګوله مړۍ پیدا کړي، نو زما غوښتنه دا ده چې پدې روژه کې د نرخونو په اړه جدي پاملرنه وشي.”
د ښار یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي چې د ورځني ژوند لپاره د اړینو توکو نرخونه له روژې وړاندې ډیر لوړ وو او د روژې له پیل کېدو سره په نرخونو کې د پام وړ بدلون ندی راغلی.
د کابل اوسېدونکي نعیم اکرمي وویل: “که چارواکي زما غږ اوري باید نرخونه کښته کړي، د روژې تر مخه چې کومه بیه وه اوس هم هغه نرخونه دي او کوم خاص تغیر ندی راغلی.”
د کابل ښاروالۍ چارواکي د ښار په ټولو ناحیو کې د خوراکي توکو د بیو د کنترول ډاډ څرګندوي او وايي چې په ښار کې یې نرخنامې ویشلي او یو ځانګړی کمیسیون ددغو نرخنامو پلي کیدل څاري.
د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل: “د نرخونو د کنترول کمیسیون هڅه کوي تر څو هیڅوک پرېنږدي چې نرخونه لوړ کړي او د کابل ښاروالي پدې لټه کې ده چې د ویشل شویو نرخنامو مطابق د توکو نرخونه د اړوند کمیسیون په مرسته کنترول کړي.” روژه او بې وزلي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالي ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې ۱۴.۸ میلیونه افغانان د غذاء له کمښت سره مخ دي او په هرو دریو کسانو کې یو کس خواړه نلري.
اقتصادي شنونکي افغانستان مصرفي هیواد یادوي او زیاتوي چې په نړیوال بازار کې تغیر په افغانستان کې د خوراکي توکو پر بیو مستقیم اغېز لري.
اقتصادي شنونکي عبدالنصیر رشتیا امریکا غږ ته وویل: “د افغانانو اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ او د نړیوال مارکېټ یو مصرفي هیواد دی، ځکه نو په نړیوال بازار کې تغیر زموږ پر کرنسۍ اغېز لري او بیا نرخونه لوړ ځي.” روژه او بې وزلي
لومړی نظر وکړئ on "روژه او بې وزلي؛ یو شمېر کابل ښاریان وايي د خوړو د پیرلو توان نلري"