د پرځېدلي جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو یو شمېر سرتېري چې ایران ته تللي دي وايي، په ډېر بد حال کې ژوند کوي.
امین الله رنجبر د پرځېدلي جمهوري نظام د لسګونه زره پوځیانو له ډلې دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ایران ته کډه شوی.
رنجبر د ځان او خپلو ملګرو د وضعیت په اړه ازادۍ راډیو ته وویل: “د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته ډېری پوځیان ایران او پاکستان ته ولاړل چې د دوی وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي او حتی د خوراک ډوډۍ نهلري. اوس له دې زاویې ورته وګورئ چې وضعیت به یې څنګه وي. د کور ستونزه لا پرېږېده. د دوی ماشومان ښوونځیو ته نهشي تللی. د افغان پوځیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.”
په تهران کې د افغانستان سفارت وايي، د پخواني حکومت ګڼ پوځیان چې ایران ته تښتېدلي وو، د سفارت په مرسته خپل هېواد ته ستانه شوي.
د افغان سفارت شارژدافېر فضل محمدحقاني بېګا ازادي راډیو ته وویل: “زموږ چلند په ایران کې د زاړه حکومت له چارواکو سره مثبت دی او مرسته مو دا ورسره کړې چې ډېر چارواکي مو بېرته وطن ته لېږلي دي، لکه وکیلان، د پارلمان غړي، قوماندانان او نور. او په ایران کې د دېره چارواکو شمېر موږ ته نهدی معلوم.”
د افغان د ملي ځواکونو د ملاتړ مرکز چې په کابل کې فعالیت کوي وايي، د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته زرګونه پخواني سرتېري ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
د دې مرکز مشر محمدسلیم وردک ازادي راډیو ته وویل: “له سیاسي تحول وروسته ډېره برخه یعنې ۱۵ زره ایران ته مهاجر شول. په دوی کې ۳۵۰۰ تنه د شهیدانو او معلولینو کورنۍ وې. شاوخوا ۱۳۵۰ تنه په پاکستان کې مېشت دي او په ډېر کم شمېر تاجکستان ته ولاړل او ترکیې ته یوازې هغه افسران او د مشرتابه په کچه پوځي چارواکي ولاړل. ځینې یې حتی د وضعیت له خرابېدو مخکې چې ښايي خبر وو یا بل هر دلیل چې و، مخکې ولاړل او ځینې نورو د سقوط پرمهال ځانونه ترکیې ته وايستل.”
یو شمېر پخوانیو پوځیانو یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له ځانونو سره ګاونډیو هېوادو ته یووړل.
ویل کېږي، د افغانستان لسګونه پوځي الوتکې تاجکستان ته لېږدول شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "ایران ته تللي د افغانستان د تېر نظام ځینې سرتېري: ډېری پوځیان د خوراک ډوډۍ نه لري"