شاه امان‌الله خان؛ له پغمانه تر پاچاهۍ او تبعید

💬0

شاه امان‌الله خان؛ له پغمانه تر پاچاهۍ او تبعید

شاه امان‌الله خان، د امیر حبیب‌الله خان درېیم زوی، د ۱۲۷۱ لمریز کال د غبرګولي په ۱۱مه د کابل په پغمان کې زېږېدلی و.

هغه د امیر حبیب‌الله خان یوازنی زوی و چې د افسرۍ په لېسه کې یې پوځي زده‌کړې کړې وې او له پوځ سره یې نږدې اړیکې لرلې.

د پلار تر وژل کېدو وروسته، امان‌الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب په ۹مه واک ته ورسېد او خپل امارت یې اعلان کړ.

هغه له ۱۲۹۷ تر ۱۳۰۷ لمریز کال پورې نږدې لس کاله پر افغانستان واکمني وکړه او په ۱۳۰۵ کال کې یې خپل لقب له امیر څخه شاه ته بدل کړ. امان‌الله خان په ۱۲۹۸ کال کې د افغانستان او بریتانیا له درېیمې جګړې او د افغانستان د خپلواکۍ له تثبیت وروسته د «غازي» لقب ترلاسه کړ او د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکي شاه په توګه وپېژندل شو.

پوځي شنونکی هادي قریشي وايي: «شهزاده امان‌الله خان هغه مهال وکیل سلطنت و؛ خزانه، خلک او پوځ ورسره وو. په ټوله کې یې د خلکو ملاتړ درلود او وتوانېد چې د خپل پلار له مړینې اووه ورځې وروسته په عیدګاه جامع جومات کې خپله پاچاهي اعلان کړي.»

امان‌الله خان وروسته د هغه وخت د مشهور روڼ‌اندي او خبریال محمود طرزي له لور ثریا سره واده وکړ. امان‌الله خان او ملکې ثریا لس اولادونه لرل. د هغوی له ډلې شهزاده احسان‌الله، رحمت‌الله او شهزادګۍ هندیه د شاهي کورنۍ له پېژندل شویو څېرو څخه وو.

امان‌الله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل. هغه د ۱۳۰۶ کال د لیندۍ په ۱۹مه شپږ میاشتنی سفر پیل کړ چې هند، مصر او یو شمېر اروپايي هېوادونه پکې شامل وو. نوموړی په ۱۳۰۷ کال کې د ایران له لارې افغانستان ته راستون شو او یو لړ اصلاحي اقدامات یې پیل کړل.

هند، مصر، ایټالیا، فرانسه، بلجیم، سویس، جرمني، برېټانیا، پولنډ، شوروي اتحاد او ترکیه له هغو هېوادونو وو چې امان‌الله خان ورته سفرونه کړي وو.

دغه سفر د هغه وخت د یوه افغان پاچا له تر ټولو پراخو بهرنیو سفرونو څخه ګڼل کېده.

سیاسي شنونکی روح‌الله هوتک وايي: «د خپلواکۍ تر اعلان وروسته د امان‌الله خان سفر، چې د افغانانو د قربانیو پایله وه، د اصلاحاتو په چوکاټ کې افغانستان ته له ځان سره ځینې ننګونې هم راوړې.»

د شاه امان‌الله خان د اصلاحي اقداماتو او د ټولنې د هغه وخت د شرایطو ترمنځ ناسازګارۍ د یو شمېر خلکو د ناخوښۍ لامل شوې او د حبیب‌الله کلکاني اقداماتو د شاه امان‌الله خان واکمني له ننګونو سره مخ کړه، چې په پایله کې یې هغه له واکه لاس پر سر شو.

پوځي شنونکی کامران امان وايي: «شاه امان‌الله خان دا کار د دې لپاره وکړ چې خلک له کورنۍ جګړې وژغوري.»

امان‌الله خان د ۱۳۰۷ کال د مرغومي په ۲۴مه له پاچاهۍ لاس واخیست. واک ته د بېرته ستنېدو له ناکامې هڅې وروسته یې د ۱۳۰۸ کال د غبرګولي په ۲مه د هند له لارې افغانستان پرېښود او په ایټالیا کې مېشت شو.

هغه د ۱۳۳۹ کال د غويي په ۶مه د سویس په زوریخ کې وفات شو او وروسته په جلال‌اباد کې د خپل پلار د مزار ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "شاه امان‌الله خان؛ له پغمانه تر پاچاهۍ او تبعید"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*