شاوخوا ۴۰ زره راستانه شوي کډوال په وړیا توګه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
مسوولین وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰ زره
هغه هېوادوال چې، له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي، په وړیا
ډول خپلو ولایتونو ته لېږدولي دي.


د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه طلوع‌نیوز ته وایي: « د سږ کال له پیله شاوخوا ۴۰ زره افغان کډوال لېږدول شوي دي.»


له دې سره سم، یو شمېر هغه کورنۍ چې، له
ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راستنې شوي، له اسلامي امارته غواړي چې، په خپلو
ولایتونو کې ورته د ژوند اسانتیاوې برابرې او کورونه جوړ کړي.


داد محمد چې د خپلې کورنۍ له ۷ غړو سره له
ایرانه افغانستان ته راستون شوی او دمګړۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت
له لوري خپل ولایت ته لېږدول کیږي.


داد محمد طلوع‌نیوز ته وایي: «  له سرحده تر
هرات راغلم، له هغه ځایه یې موږ تر کابل را وستلو او له دې ځایو موږ مزار
شریف ته وړي او موږ سره مرسته کوي.»


یو بل راستون شوي و ویل:« موږ مزار شریف ته لېږدوي، موږ ته باید یوه سرپناه جوړه کړي او موږ سره مرسته وکړي.»


ډېری راستنېدونکي کابل کې د راستنو شویو په مرکزي پنډغالي کې ځای پر ځای کیږي. 


د دغه پنډغالي مسولین وایي، هېواد ته
راستنېدونکو ټولو افغانانو ته د روغتیا، خوړو او استوګنې په برخو کې ټولې
اسانتیاوې برابرې شوي او هره ورځ له ۱۰ تر ۵۰ کورنۍ له دغه پنډغالي خپلو
ولایتونو ته لېږدول کیږي.


د پنډغالي مسوول، ابولیس و ویل: « موږ
روغتیایي ډلې لرو چې په ۲۴ساعته توګه کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي. دلته
ښځينه او نارینه ډاکټران هم لرو. هغه کډوال چې غواړي ولایتونو ته ولېږدول
شي موږ کرایه هم ورکوو.»


د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د ویاند په
خبره، د راستنو شویو افغانانو د لېږد لړۍ له پیله تر اوسه ۱۴۰ زره کدوال
راستانه شوي، چې په وړیا توګه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.


منبع

لومړی نظر وکړئ on "شاوخوا ۴۰ زره راستانه شوي کډوال په وړیا توګه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*