عبدالاحد مومند؛ څلورم مسلمان او لومړنی افغان ستور مزلی

💬0

عبدالاحد مومند؛ څلورم مسلمان او لومړنی افغان ستور مزلی

د افغانستان لومړی ستورمزلی عبدالاحد مومند تېره ورځ د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

هغه د افغانستان لومړنی ستورمزلی او د نړۍ په تاریخ کې څلورم مسلمان و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فضا ته سفر وکړ او نهه ورځې یې د پخواني شوروي اتحاد د «میر» په فضايي تمځي کې تېرې کړې.

مومند فضا ته د خپل سفر پر مهال قرآن کریم هم له ځان سره وړی و او هلته یې تلاوت کړی و.

عبدالاحد مومند مخکې له طلوع‌نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو: «زموږ الوتنه باید په ډېر لنډ وخت کې ترسره شوې وای. د چمتووالي او الوتنې ټوله موده، چې زه هم پکې شامل وم، شپږ میاشتې وه؛ حال دا چې د نورو هېوادونو لپاره عموماً اتلس میاشتې یا دوه کاله وخت نیسي.»

مومند چې د غزني اوسېدونکی و، د افغانستان د کورنیو جګړو له پیل وروسته جرمني ته کډوال شو. هغه په ۲۰۱۳ کال کې، د خپل تاریخي فضايي سفر د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت، افغانستان ته راغی او د هغه وخت د چارواکو له لوري وستایل شو.

نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې افغانانو ته ویلي وو: «خپلو ټولو وروڼو او افغانانو ته وایم چې یو موټی شئ، وسلې پر ځمکه کېږدئ، خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ او یو بل وزغمئ.»

عبدالاحد مومند د یکشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ له امله د ۶۷ کلونو په عمر په جرمني کې ومړ. د هغه د مړینې خبر د کورنۍ نږدې غړو تایید کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مومند کورنۍ، دوستانو او ټولو افغانانو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

حامد کرزي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «مرحوم عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې فضا ته ولاړ او افغانستان ته یې یوه ستره او نه هېرېدونکې لاسته‌راوړنه پرېښوده. د هغه کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم او له لوی خدایه ورته جنت الفردوس او پاتې کسانو ته صبر غواړم.»

پوځي شنونکي صادق شینواري ویلي: «د هغه مړینه د کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د خلکو لپاره یوه ستره ضایعه ده.»

د مومند تاریخي فضايي سفر د نړۍ په علمي او ټکنالوژیک ډګر کې د افغانستان د حضور یو مهم سمبول و او تر نن ورځې پورې د افغانستان د معاصر تاریخ له الهام‌بخښونکو او مخکښو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي.

د کابل اوسېدونکي همت خان ویلي: «نور افغانان هم باید د هغه لار تعقیب کړي، له تجربو یې ګټه واخلي، څو یو ځل بیا افغانان فضا ته ولاړ شي او هېواد ته سترې لاسته‌راوړنې راوړي.»

د کابل بل اوسېدونکي سیدبزرګ ویلي: «هغه د ټول افغانستان ویاړ و. لومړنی افغان و چې فضا ته ولاړ او قرآن کریم یې هم له ځان سره یووړ. له هغه سفره یې موږ ته ډېر معلومات راوړل.»

عبدالاحد مومند د مسکو د یوري ګاګارین د هوايي ځواک په اکاډمۍ کې د زده‌کړو پر مهال له ۴۰۰ داوطلبانو څخه د هغو اتو کسانو په ډله کې شامل شو چې د «انټرکاسموس» پروګرام لپاره غوره شوي وو؛ هغه پروګرام چې د غیرشوروي هېوادونو وګړو ته یې د فضا د سفر فرصت برابرولو.

که څه هم عبدالاحد مومند له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو د ځمکې څخه تر فضا پورې د هغه سفر لا هم د افغانستان په تاریخي حافظه کې ژوندی دی؛ هغه سفر چې د افغانستان نوم یې د ځمکې له پولو هاخوا ورساوه او د تل لپاره یې د هېواد په تاریخ کې ثبت کړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عبدالاحد مومند؛ څلورم مسلمان او لومړنی افغان ستور مزلی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*