عبدالسلام ضعيف ا.ا. ته په اشاره: کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي امنیت به نه وي

Loading

اسلام اباد کې د ا.ا.د پخواني حکومت سفیر عبدالسلام ضعيف د ا.ا. اوسني حکومت ته په اشاره ویلي، « عدالت په ټولنه کې د امنیت ضمانت کوي.»
دغه په کور ناست پخوانی طال-ب چارواکی، کله کله د ا.ا. پر اوسني حکومت نیوکې کوي.

عبدالسلام ضعيف نن چهارشنبه د (زمری ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه په اشارې سره د ا.ا. پر اوسني حکومت نیوکه کړې چې ګنې دوی عدالت نه پلی کوي نو د امنیت ټینګېدو تمه دې هم نه لري.
تر دې مخکې د ا.ا. مشر ملا هبت الله ويلي و، چې د دغې ډلې پر حکومت دې طال-ب مشران او خلک نیوکې نه کوي او که څه وي نو له ده سره دې یې شریکې کړي.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو او یوناما هم د ا.ا. پر حکومت نیوکې کړې چې بشري حقونه ته پام نه کوي او د عدالت د ټينګښت لپاره کار نه کوي.
تر دې وړاندې د ا.ا. د پخواني مشر ملا عمر سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل په یوه بیان کې چې داسې څرګندېده د ا.ا. په حکومت کې د پرېکړو د څرنګوالي په اړه یې ویلي و، «ان خدای هم مشوره کوله.»
نوموړي په یوه بل بیان کې ویلي و چې، «حکومتولي په هوښیارۍ او احتیاطي پرېکړو سره» کیږي.
د ا.ا. استخبارات د دغې ډلې پر حکومت نیوکه کوونکي او هغه کسان چې د دوی تګلارې ناسمې بولي، نیسي او په زندانونو کې سختې شکنجې ورکوي چې ډیری هغه یې له زندانه په راوتو له رواني پلوه ناروغان دي.
د ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم په تېرو دوو کلونو کې د خپل حکومت پر تګلارو او د نجونو د زده‌کړو په اړه توندې ویناوې کړې دي، چې د معلوماتو له مخې څو میاشتې کیږي چې خپلې دندې ته نه پریښودل کیږي.
عبدالسلام ضعیف د ا.ا. حکومت ته په خپل کړي ټويټ کې سپارښتنه کړې چې که غواړي امن او ټیکاو ډاډمن شي نو د عدالت پلي کیدا لپاره دې نه ستړی کیدونکی کار وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عبدالسلام ضعيف ا.ا. ته په اشاره: کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي امنیت به نه وي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*