عرفه؛ د دعا او بنده‌ګۍ ورځ او د لوی اختر په درشل کې د حاجیانو دعاوې

💬0

عرفه؛ د دعا او بنده‌ګۍ ورځ او د لوی اختر په درشل کې د حاجیانو دعاوې

نن سه‌شنبه، د ذوالحجې الحرام نهمه نېټه ده او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه میلیونونه مسلمانان د عرفات غونډۍ ته راټول شوي.

دلته تر یو نیم میلیون ډېر مسلمانان راټول شوي، ترڅو د حج مراسم ترسره کړي.

د عبدالرحیم په نوم یوه حاجي وویل: «دا داسې احساس دی چې په سختۍ یې بیانولای شم؛ هغه احساس چې الله تعالی موږ ته فرصت راکړ څو دې ځای ته ورسېږو، هغه ځای ته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم یوه ورځ راغلی و. دا د الله تعالی لوی نعمت او لورینه ده.»

د عرفات تر خطبې وروسته، د ماسپښین او مازیګر لمونځونه ادا کېږي او د لمر له لوېدو سره د حاجیانو کاروانونه د مزدلفې پر لور روانېږي، څو هلته شپه تېره  او د حج د نورو مناسکو لپاره چمتو شي.

سبا، د لوی اختر د لومړۍ ورځې په را رسېدو سره، هغوی به د قربانۍ، د شیطانانو ویشتل او نورو مناسکو د ادا کولو لپاره بېرته منا او مسجد الحرام ته ستانه شي.

بل حاجي، جمال حافظ ویلي: «زه ډېر خوښ او خوشاله یم چې د حج ادا کولو لپاره د الله کور ته راغلی یم. دعا کوم چې الله تعالی زموږ حج قبول کړي او اسلام، اسلامي امت او اسلامي هېوادونه بریالي او سرلوړي کړي.»

حاجي، مهیب ناصر ویلي: «په زړونو کې سکون او په سترګو کې رڼا احساسېږي. موږ له ډېر وخت راهیسې د دې سفر هیله لرله، او الله تعالی موږ دې ته ورسولو. ټول شکر د الله تعالی لپاره دی، چې د ټولو جهانونو پالونکی دی.»

په دې ستره ټولګه کې له دېرش زرو څخه زیات افغان حاجیان هم ګډون لري.

د حج او اوقافو وزارت وایي، افغان حاجیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي، څو هغوی وکولای شي خپل مناسک په منظم ډول ادا کړي.

دغه راز، د اسلامي امارت د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب ویلي: «د هغوی لپاره ترانسپورټ منظم شوی او همداراز د مړینې او ورکېدو پېښو لپاره هم لازم چمتووالی نیول شوی دی.»

عرفه د میلیونونو مسلمانانو لپاره مبارکه ورځ ده، چې ډېر مسلمانان پکې روژه نیسي او دعاوې پکې غواړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "عرفه؛ د دعا او بنده‌ګۍ ورځ او د لوی اختر په درشل کې د حاجیانو دعاوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*