کرېکټ بورډ د “لېست اې” سیالیو له خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم لېرې کړی دی

Loading

د افغانستان کرېکټ بورډ د “لېست اې” سیالیو له خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم لېرې کړی دی.
د لېست اې سیالیو ټورنمنټ چې د چهارشنبې په ورځ په کندز کې پیلیږي، رسمي نوم یې غازي امان الله خان جام لېست اې سیالۍ دي، خو کرېکټ بورډ ددې سیالیو رسمي نوم بدل کړی دی.

دا سیالۍ له ۲۰۱۷ کال راهیسې د غازي امان الله خان لېست اې سیالیو په نوم ترسره کیږي او په همدې نوم د کرېکټ له نړۍوالې شورا سره هم ثبت دی.
افغان خبریال جعفر هاند په خپل اېکس کې د کرېکټ بورډ پر دې پرېکړې په نیوکې سره لیکلي: «هیله ده د افغان کرېکټ بورډ مسوولین او مطبوعاتي همکاران په خپلو اعلامیو او خبرپاڼو کې د دغو سیالیو رسمي او بشپړ نوم ولیکي. په ځینو اعلامیو کې یې نوم پوره لیکل شوی نه دی. کرېکټ همداسې د ولس محبوبه لوبه پرېږدئ.»
له دې سره، یوه بل افغان خبریال وحید فیضي هم په نیوکې سره په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «د افغانستان کرېکټ بورډ هم د نورو په پل قدم کیښود او د سترو کورنیو لېست اې سیالیو په اړه یې د خبرونو او خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم اېستلی دی.»
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې اووم پړاو اتصالات لېسټ اې یو ورځینۍ سیالۍ د څلورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د کندوز ولایت د کرېکټ په لویغالي کې د چنګاښ له ۲۰مې د زمري تر ۴مې پورې ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز ګډون لري، چې په لومړۍ لوبه کې به یې د میوند اتلان لوبډله د پامیر لیجېنډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټول ګډون کوونکې لوبډلې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي او هره لوبډله به ۶ لوبې ترسره کوي.

طالبان د شاه امان خان له نوم او انځور سره ځانګړی حساسیت ښيي.
دغې ډلې نږدې دوه اونۍ وړاندې په تورخم کې د شاه امان الله خان غازي او باچا خان پر انځورونو تور رنګ موښلی و.
دا پېښه تر هغه وروسته چې رسنیزه شوه، وړمه ورځ څو ځوانانو له دغه انځور څخه تور رنګ پاک او بېرته یې سپین کړ، خو طالبانو بیا د شاه غازي امان الله خان انځور لېرې او پر ځای یې خپل بیرغ ځای پر ځای کړ.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزون او تېر کال په پکتیا ولایت کې هم له پوهنتون څخه د نوموړي انځورونه لېرې کړل شوي وو، چې د افغانانو له پراخو غبرګونو سره مخ شوی و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ بورډ د “لېست اې” سیالیو له خبرپاڼو څخه د غازي امان الله خان نوم لېرې کړی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*