غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۳۵۰ هغو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري

💬0

غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۳۵۰ هغو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري

د غزني د پوهنې ریاست د شمیرو له مخې، د دغه ولایت له ۶۷۵ فعاله ښوونځیو شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۳۵۰ نورو هغو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري.

د مسوولینو په خبره، دا مهال د غزني په بېلابېلو سیمو کې د ۲۱ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې روانې دي، چې له ډلې یې ۷ ښوونځي د پوهنې وزارت له بودیجې او ۱۴ نور د یونیسف په مالي ملاتړ رغول کیږي.

د غزني د پوهنې رییس، میر نصیر احمد حسیني و ویل: «د غزني د پوهنې په کچه ۶۷۵ ښوونځي لرو، چې له ډلې یې د ۳۵۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري. که څه هم د یو شمېر ښوونځیو ودانۍ د پوهنې وزارت او همکارو بنسټونو له خوا رغول کیږي، خو بیا هم د پوهنې له سکټور سره د خلکو مرستو ته اړتیا ده. د دې ترڅنګ د شاوخوا ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ نشته او ځمکې یې له موږ سره ثبت دي.»

په ورته مهال، ښوونکي او د زده کوونکو د کورنیو غړي وایي، د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال، معیاري ټولګیو او مسلکي ښوونکو برابرول د اغېزمنو زده کړو لپاره مهم دي او دې برخې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

ښوونکي، لایق احمد و ویل: «هغه زده کوونکي چې تر لمر لاندې یا هم په نامناسب چاپېریال کې زده کړې کوي، د زده کړو بهیر یې اغېزمن کیږي. د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال، معیاري ټولګي او د مسلکي ښوونکو شتون ډېر اړین دی.»

د غزني اوسېدونکي، اظهارالدین و ویل: «له اړوندو ادارو زموږ غوښتنه دا ده، چې د پوهنې سکټور د پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، ځکه پوهنه د یوه هېواد بنسټ جوړوي او هېڅ حکومت له پوهنې پرته په پښو نه شي درېدای.»

له بلې‌خوا د یوه مرستندویه بنسټ له لوري د غزني ښار د قلاغچ په سیمه کې د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه بنسټ مسوولین وایي، د ودانۍ له بشپړېدو سره به سلګونه زده کوونکي د زده کړو له مناسب چاپېریاله برخمن شي.

د مرستندویه بنسټ استازي، عبدالولي ولیزي و ویل: «د دغه ښوونځي پر ودانۍ شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت راځي او تر ۳۰۰ زیاتو زده کوونکو ته به د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.»

د یادونې ده، چې په غزني کې له پوهنې سکټور سره د ځایي خلکو ونډه هم د پام وړ ده او له تېر یوه کال راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ولسي وګړو په څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو شخصي لګښت د ۱۱ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۳۵۰ هغو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*