
غزه کې اوس د لوږې له امله ګڼ شمېر فلسطینیان مړه کیږي
غزه کې یوازې د وسلو او بمونو په وسیله نه بلکې، د لوږې له امله هم ګڼ فلسطینیان مړه کیږي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه د لوږې له امله مړه شوي چې په ټوله کې د ۸۰ ماشومانو په ګډون ۱۱۱ فلسطینیان د لوږې له امله مړه شوي دي.
غزه کې ناروغ، رفیق جدالله وایي: «خوارځواکۍ دومره کمزوری کړی یم چې نور نشم کولای وګرځم. سترګې مې هم خرابې شوي دي. اوس زما مور، خور او ورور راسره مرسته کوي خو پخوا مې ټول کارونه په خپله کول.»
د یوه ناروغ ماشوم مور، سهی دباس و ویل: «زوی مې د خوړو د کمښت له امله پر خوارځواکۍ اخته شوی، دلته هیڅ هم نشته؛ نه دوا، نه سیرم، نه مېوه، نه شیدې… هیڅ نشته. موږ په یوه ناورین کې یو.»
په داسې حال کې چې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند خبرې روانې دي، سپینې ماڼۍ تازه اعلان کړی چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی اروپا ته تللی څو د اوربند د وړاندیز شوې طرحې په اړه له سیمهییزو مشرانو سره خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لویټ ویلي: «ښاغلی ویټکوف اروپا ته روان دی څو د منځني ختیځ له مهمو مشرانو سره وګوري او د اوربند او د بنديانو د تبادلې پر طرحې خبرې وکړي.»
غزه کې د ۲۰۲۳ زېږیز کال په اکټوبر کې د جګړې له پیل راهیسې، اسراییل غزه محاصره کړې او دغې تړانګې ته یې پر خوراکي توکو، درملو، تېلو او پر نورو اړینو توکو خورا بندیزونه لګولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "غزه کې اوس د لوږې له امله ګڼ شمېر فلسطینیان مړه کیږي"