فراه کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

💬0

فراه کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

فراه کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو چې له ۴۵ ډوله زیات کورني تولیدات او د ښځو له لوري جوړ شوي څه باندې سل ډوله لاسي صنایع پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون ګډونوال وايي، حکومت باید د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د ښه پلور لپاره مناسبو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د نندارتون ګډونوال، جاوېد نوري وویل: «زه ډېر خوشاله یم چې په فراه کې داسې نندارتون جوړ شوی دی. که خلک او حکومت د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، موږ تولیدوونکي کولای شو خپلو محصولاتو ته وده ورکړو او د ډېرو نورو هېوادونو له تولیداتو سره سیالي وکړو.»

د نندارتون بل ګډونوال، شاه محمود فراهي وویل: «له ټولو تولیدوونکو غواړو چې د سوداګریزو او کرنیزو فعالیتونو جوازونه ترلاسه کړي، څو وکولای شي د خپلو محصولاتو لپاره ځانګړی برانډ جوړ کړي او په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې یې معرفي کړي. د دا ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت دی او له همدې لارې د نړۍ خلک کولای شي زموږ له محصولاتو سره اشنا شي.»

د فراه د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د ښځو د لاسي صنایعو په بازارموندنه او پلور کې مهم رول لري.

دوی له خلکو غواړي چې د ښځینه صنعتکارانو د هڅونې او ملاتړ په موخه، د هغوی لاسي صنایع او کورني تولیدات وپېري.

د فراه د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییسه، مرضیه نورزۍ وایي: «د دا ډول نندارتونونو جوړول د ښځو د لاسي صنایعو د معرفي کولو، بازارموندنې او د هغوی د تولیداتو د پلور لپاره ښه فرصت برابروي. موږ له خلکو غواړو چې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو په پېرلو او کارولو سره د صنعتکارو ښځو ملاتړ وکړي او هغوی د تولیدي فعالیتونو دوام ته وهڅوي.»

د فراه سیمه‌ییز مسوولین له پانګوالو غواړي چې په دغه ولایت کې د تولید په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او وايي، حکومت چمتو دی چې د هغوی هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد قاسم محمد وویل: «موږ له ټولو پانګوالو غواړو چې په فراه کې په بېلابېلو تولیدي برخو کې پانګونه وکړي. حکومت چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې له هغوی سره همکاري وکړي او د پانګوالو هر اړخیز ملاتړ وکړي.»

د فراه د والي مرستیال، محمد ګل خیبر وویل: «موږ چمتو یو چې له ټولو هغو کسانو سره همکاري وکړو چې د کرنیزو محصولاتو د تولید او لاسي صنایعو په برخو کې فعالیت کوي او د پانګوالو هر اړخیز ملاتړ وکړو. دغه راز له خلکو غواړو چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره د هېواد د تولیدوونکو ملاتړ وکړي، څو د کورنیو تولیداتو د لا ودې او پراختیا زمینه برابره شي.»

د دغه نندارتون جوړوونکي هیله لري چې د ورته پروګرامونو جوړېدل به د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او غوره بازارموندنې زمینه برابره کړي او د ښځینه صنعتکارانو او سیمه‌ییزو تولیدوونکو د ملاتړ له لارې به د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په فراه کې اقتصادي ځان‌بسیاینې ته لار هواره کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "فراه کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*