قرغیزستان: له افغانستان سره تړلي د داع ش ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي نیول شوي

Loading

قرغیزستان د جمعې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) وویل چې د اسلامي دولت یا داع ش ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي یې نیولي چې ځینې یې له افغانستان سره اړیکه لري.

د اسلامي دولت یا داع ش ډله د روسیې په پلازمینه مسکو کې د مارچ د میاشتې له خونړي برید راهیسې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې په مهمې امنیتي اندېښنې بدله شوې ده.

د قرغیزستان د امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل: “په مجموعي ډول ۱۵ تنه په پلازمېنه بشکیک او د هېواد په څو نورو برخو کې نیول شوي دي… د دغې ډلې یو مشر په افغانستان کې د اسلامي دولت د یو غړي تر امر لاندې وو.”

په خپرپاڼه کې راغلي: “د ملي امنیت دولتي کمیټې د یوې پټې افراطي ډلې فعالیتونه پای ته رسولي، چې غړو یې په فعاله توګه د داع ش ایډیالوژۍ ته وده ورکوله.”

د داع ش خراسان څانګه د ملګرو ملتونو لخوا “په افغانستان او منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ” ګڼل شوی او د منځنۍ اسیا د هغو هېوادونو لپاره یو له مهمو امنیتي ننګونو څخه دی چې له افغانستان سره پوله لري.

د مرکزي اسیا دغو هېوادونو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د داع ش ډلې د احتمالي حضور په اړه اندېښنې ښودلي او په دې اړه یې غونډې کړي دي.

امریکايي استخباراتي‌ مقاماتو هم د داع ش خراسان څانګه په سیمه کې د عمده خطر په توګه یاده کړې او اندېښنه یې ښودلې چې دغه ډله فرصت ته په تمه ده چې پر لوېدیځ برید وکړي.

په روانه اونۍ کې د متحده ایالاتو په لاس انجلس، نیویارک او فلاډلفیا ښارونو کې په همغږو عملیاتو کې له داع- ش ډلې سره د تړاو په تور د اتو کسانو له نیول کېدو وروسته، امریکايي سناتور لندسي ګراهام ددغو کسانو نیول له افغانستان سره اړوند وګڼل.

د ا.ا. مقاماتو که څه هم وخت په وخت یې د داع ش د ځپلو لپاره د عملیاتو خبر ورکړی، خو په مکرر ډول یې ویلي چې د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې استعمالېدو ته اجازه نه ورکوي او هېوادونه یې په افغانستان کې د داعش په “لوی ښودلو” تورن کړي دي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې په مسکو کې د موسیقۍ پر یو تالار په برید کې د لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو له وژل کېدو وروسته چې داع ش یو مسئولیت منلی، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د داع ش د ډلې په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوي دي.

مسکو په لومړي سر کې ددې برید په تړاو اوکراین پړ وباله خو وروسته یې پړه پر داع ش واچوله او ددې ډلې څو تنه شکمن غړي چې ونیول چې د تاجیکستان اتباع وو.

قرغیزستان چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، په مذهب نه ولاړ (سیکولر) قانون لري او د هېواد په جنوبي سیمه کې چې زیاتره مذهبي کسان پکې اوسیږي، د جهادیانو د نیول کیدو لړۍ عامه ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د ا.ا. د بیاواکمن کېدو راهیسې، که څه هم امنیت ښه شوی خو د داع ش په شمول ځینې وسله والې ډالې په دغه هېواد کې د بریدونو د مسئولیت اخیستلو ته دوام ورکوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "قرغیزستان: له افغانستان سره تړلي د داع ش ډلې ۱۵ شکمن ملاتړي نیول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*