
که څه هم قرغېزستان له افغانستان سره لږې سوداګریزې اړیکې لري خو دغه هېواد د «کاسا زر» د برېښنا لېږد لویه پروژه، چې د افغانستان له لارې تېرېږي، مخته بیایي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د کابل او بیشکک ترمنځ ۶۶ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې تر ډېره قرغیزستان ته د هېواد صادرات المونیمي او مسي لوښې، بخاردېګونه، غالۍ، مېوې او سبزیجات دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه داسې وايي: «د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ سوداګري په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې له دې منځه اووه میلیونه ډالر صادرات او ۵۹ میلیونه ډالر واردات دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغان صادروونکو سوداګرو لپاره ښه بدیل ګڼي او وايي، چې له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ګډې هڅې روانې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی هم وايي: «زموږ سوداګري له منځنۍ آسیا سره ورځ تر بلې ډېږي. سوداګري په عادي ډول د حیرتان او شیرخان بندر له لارې روانه ده. دا لارې، که څه هم یو څه ستونزې لري، خو بدیل لارې دي او موږ اړ یو چې له همدې لارو ګټه واخلو.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالحسیب صافي بیا وايي: «څومره چې وکولای شو له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړو، دا کار به د افغانستان په ګټه وي.»
د قرغېزستان رسنیو هم، په دې وروستیو کې راپور کړی چې دغه هېواد د روان زیږیز کال د جنورۍ او فبرورۍ په دوو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نفتي توکي صادر کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "قرغېزستان سره مو تېر کال ۶۶ میلیونه ډالره راکړه ورکړه کړې"