قزاقستان او پاکستان په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټینګار کړی

منبع

قزاقستان او پاکستان په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټینګار کړی

د قزاقستان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر په اسلام‌اباد کې په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ټيکاو ټینګار کړی دی.

د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي، په افغانستان کې ثبات د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو بنسټیز شرط دی او زیاته کړې یې ده چې په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون به د افغانستان او سیمې د خلکو په ګټه وي.

د پاکستان او قزاقستان د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دواړو مشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او په دې هېواد کې یې پر ټيکاو او امنیت د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو لپاره د یوه مهم شرط په توګه ټینګار وکړ. همداراز، پر دې ټکي ټینګار وشو چې په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې د افغانستان ګډون به د افغانستان او سیمې د خلکو لپاره ګټور وي.»

د قزاقستان ولسمشر، قاسم‌جومارت توکایف، ویلي: «موږ د کراچۍ او ګوادر بندرونو د ظرفیتونو په اړه بحث وکړ. هغه ټرانزیټي لارې مو وڅېړلې چې د افغانستان له خاورې تېرېږي. د انرژۍ په برخه کې مو د ټاپي د ګازو د نل‌لیکې پر راتلونکو امکاناتو هم نظرونه تبادله کړل.»

د اسلام‌اباد په سلا مشورو کې د قزاقستان له ولسمشر سره، پاکستان هوکړه کړې چې قزاقستان ته به د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته بشپړ لاسرسی ورکړي، څو دغه هېواد وکولای شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې افغانستان ته صادر او وارد کړي.

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، ویلي: «موږ د بلاروس، روسیې، قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ټرانزیټي دهلېز پر جوړولو هوکړه کړې، څو سیمه‌ییز اتصال پیاوړی شي، او همداراز مو قزاقستان ته د پاکستان د ټرانزیټي او بندري زیربناو بشپړ لاسرسی وړاندې کړی دی.»

له بلې خوا، په تاشکند کې د قزاقستان سفیر د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې، د سیمې په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د افغانستان پر تدریجي هم‌غږۍ ټینګار کړی دی.

سیاسي شنونکي، ګل‌محمدالدین محمدي، ویلي: «په تېرو پنځو کلونو کې قزاقستان له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې دي. په ټوله کې، هغوی دې پایلې ته رسېدلي چې افغانستان نور ستونزه نه، بلکې د سیمې په اقتصاد او اړیکو کې یو مهم هېواد دی.»

قزاقستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په وروستیو کې یې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړ ایستلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "قزاقستان او پاکستان په افغانستان کې پر سولې او ټیکاو ټینګار کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*