
قوشتېپې کانال د ګټې اخیستنې پړاو ته نږدې شوی
قوشتېپې کانال، چې د افغانستان د اوبو د مدیریت او کرنیزې پراختیا له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي، اوس د ګټې اخیستنې پړاو ته نږدې شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، وایي چې د محدودو امکاناتو سره سره د دې کانال د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هغه په وینا، دا پروژه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د اوبو د مدیریت او د هېواد د ځانبسیاینې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
عزیزي وویل: «نن الحمدلله موږ ټول شاهدان یو چې د قوشتېپې کانال پروژه، چې افغانانو کلونه ورته هیله لرله، د بشپړېدو پړاو ته رسېدلې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
په ورته وخت کې، د ملي پراختیا شرکت د قوشتېپې کانال د تخنیکي چارو د دوام خبر ورکوي او وایي چې د دې پروژې د دویمې برخې چارې اوس وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
د دې شرکت د ویاند په وینا، هڅې روانې دي څو کانال د تخنیکي معیارونو له مخې بشپړ او د استفادې لپاره چمتو شي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبيالله ارغندیوال، وویل: «اوس مهال د کانال پر مسیر د سربندونو او ۳۶ پلونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او هڅه کوو چې د پروژې د دویمې برخې ساختماني چارې ژر تر ژره بشپړې کړو.»
قوشتېپې کانال یوازې د اوبو د لېږد پروژه نه ده، بلکې کولی شي د افغانستان په شمال کې د کرنې د پراختیا بهیر بدل کړي.
د دې کانال په ګټې اخیستنې سره به د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا زمینه برابره شي.
قوشتېپې کانال د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ له آمو سینده پیلېږي، د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو له لارې تېرېږي او د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دې پروژې د درېیو پړاوونو په بشپړېدو سره به له درې میلیونه جریبو څخه ډېره ځمکه خړوبه شي.
لومړی نظر وکړئ on "قوشتېپې کانال د ګټې اخیستنې پړاو ته نږدې شوی"