کراچۍ کې لس زره کانټینرونه؛ افغان سوداګرو ته میلیونونو ډالرو زیان اوښتی

منبع

کراچۍ کې لس زره کانټینرونه؛ افغان سوداګرو ته میلیونونو ډالرو زیان اوښتی

څه باندې درې میاشتې کېږي، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر لسو زرو زیات کانتیرنونه بند پاتي، چې دې وضیعت د دغو سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي.

سره له دې چې د پاکستان حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې افغان سوداګر کولی شي خپل ترانزیټي توکي صادر کړي، خو د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې تر اوسه د دې پرېکړې د پلي کېدو لپاره کوم روښانه او عملي مېکانېزم نه دی وړاندې شوی.

د افغانستان–پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس، خان‌جان الکوزی په دې اړه وايي: « له لس زره زیات کانټینرونه بند پاتې دي او ورسره زموږ په بازارونو کې بیې ورځ تر بلې لوړېږي، وضعیت د خرابېدو په لور روان دی. د دغو مالونو برخلیک باید روښانه شي، خو تر اوسه پاکستان د هغوی په اړه کومه څرګنده پرېکړه نه ده کړې. یوازې دومره یې ویلي چې دا مالونه له دې ځایه بل ځای ته ولېږدوئ، خو د دې لپاره یې هم کوم روښانه میکانېزم نه دی ټاکلی چې چېرته او څنګه یې ولېږدو.»

په همدې حال کې په کراچۍ بندر کې د اور له امله ۲۳ کانتینرونه له منځه تللي، چې په کې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي هم شامل دي.
د اورلګېدنې تر پېښې وروسته، د افغانستان اسلامي امارت سوداګریزې اتشې د کراچۍ بندر له مسوولینو سره لیدنه کړې او د اورلګېدنې وضعیت، کانتینرونو ته اوښتو زیانونو او د افغانستان د ترانزیټي توکو برخلیک په اړه یې خبرې کړې دي.

ځینې افغان سوداګر، چې توکي یې په دې بندر کې بند پاتې دي، د خپلو سوداګریزو توکو د نامعلوم برخلیک له امله اندېښنه څرګندوي.

سوداګر، زلمی عظیمي هم وايي: «اسلامي امارت وايي، پاکستان ډېری وخت لارې تړي او سوداګري یې له سیاست سره تړلې ده، نو پاکستان باید لارې پرانیزي. له همدې امله زموږ غوښتنه له نړۍ او ملګرو ملتونو څخه دا ده چې پر پاکستان فشار راوړي تر څو دې مالونو ته افغانستان ته د لېږد اجازه ورکړي.»

یو بل سوداګر، محمد ابراهیم هم همداسې وايي: « دا د افغانستان لپاره یو لوی ګوزار دی او له دې لارې پرې ډېر زیات ډېمرېج لګېږي. پاکستان تل دا کار کړی، لارې یې تړلې دي او موږ یې له زیان سره مخ کړي یو. زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې دا کانتینرونه د پاکستان له لوري سره په همغږۍ هېواد ته راولېږدوي.»

د پاکستان د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته د وارداتو کچه هر کال نږدې ۴۰ تر ۴۵ زره کانتینرونو ته رسېږي.
 

د دغو کانټینرونو د بند پاتې کېدو له امله، هر ترانزیټي کانټینر ورځنۍ ۱۲۰ امریکایي ډالره جریمه ورکوي او په ټولیز ډول افغان واردوونکي هره ورځ له ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ډالرو زیات زیان ویني، چې یوازې په تېرو درې میاشتو کې، د دغو زیانونو اندازه له ۱۰۸ میلیونه ډالرو څخه اوښتې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کراچۍ کې لس زره کانټینرونه؛ افغان سوداګرو ته میلیونونو ډالرو زیان اوښتی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*