له افغانستان څخه مخ‌اړول تېروتنه ده ـ زلمی خـلیلزاد

خـلیلزاد د چارشنبې پر ورځ( د لړم درویشتمه ) د فلوریډا په پوهنتون کې د نړیوال او ملي امنیت د اندتون( انسټیټوټ) کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې امریکا دې په افغانستان کې خپلې ګټې په پام کې نیسي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خـلیلزاد ويلي؛ له افغانستان څخه مخ‌اړول ناسم کار دی او د دوحې هوکړه له اسلامي امارت سره د ډونالډ ټرمپ ادارې ته د تعامل بنسټ کېدی شي.

خـلیلزاد د چارشنبې پر ورځ( د لړم درویشتمه ) د فلوریډا په پوهنتون کې د نړیوال او ملي امنیت د اندتون( انسټیټوټ) کنفرانس ته د وینا پر مهال ټینګار کړی، چې امریکا دې په افغانستان کې خپلې ګټې په پام کې نیسي.

هغه زیاته کړې، چې بندیان، ترهګري، وسلې، له نورو زبرځواکونو سره سیالي او سرچینې یې د ګټو اړینې برخې دي.

خلیلزاد څرګنده کړې: زما قضاوت دا دی؛ مخ‌اړول مو تېروتنه ده او عاقلانه هم نده. د هغه څه لپاره، چې رامنځته شوي؛ غچ اخیستنه به د سیاست ښه انګیزه نه وي. سیاست او پالیسي باید راتلونکی، چې د امریکا ګټي خوندي کوي په پام کې ونیسي. زما پر اند متقابل عمل اړین دی.

دغه پخواني امریکايي ډیپلومات دا هم ویلي؛ تر ټولو لویه ننګونه دا ده، چې آیا افغانان کولی شي خپلمنځي هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې؛ د اوسنيو حالاتو، د ټرمپ ادارې او د امريکا د ګټو د ارزونې له مخې؛ د دوحې د تړون په ګډون د تعامل لپاره بېلابېلې لارې لرو.

هغه خبرداری ورکړ، چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو نه منل به د اسلامي امارت تېروتنه وي او د ستونزو لامل به شي.

اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی، چې د دوحې پرېکړه مو منلې او اوسنی حکومت هم ټولګډونه دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له افغانستان څخه مخ‌اړول تېروتنه ده ـ زلمی خـلیلزاد"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*