له ایران ایستل شويو افغانانو په نیمروز کې سوالګرۍ ته مخه کړې ده

1
0

یو شمېر افغانانو چې د ایراني ځواکونو له لوري د ورېښمو له لارې هېواد ته را اړول شوي دي، خپلو کورونو ته د ستنېدو وس نه لري.

د دغو کسانو له ډلې، ځینو یې کورونو ته د ستنېدو لګښت پوره کولو په موخه، سوال کولو ته مخه کړې ده.

۵۲ کلن حمید چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی، له خپلو دوو زامنو سره د ایران ځواکونو له لوري د ورېښمو له لارې نیمروز ته را اړول شوي دي.

دوی کور ته د ستنېدو وس نه لري او د موټر کرایې پیدا کولو په پار، زرنج ښار کې سوال کوي.

حمید د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له مسوولینو غواړي، څو د دوی او نورو را ایستل شویو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

له ایرانه را ایستل شوی، حمید و ویل: «زه او دوه زامن مې د ایران د نظامي ځواکونو له لوري نیمروز ته را اړول شوي يو. اوس کور ته د تګ پیسې نه لرو. د دې لپاره سوال ټولو نو له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې د کډوالو ستونزو ته ورسیږي.»

له ایرانه یو بل را ایستل شوی، محمود هم و ویل: «یوه اونۍ کیږي چې له ایرانه را ایستل شوي و، خو د موټر کرایې د پیدا کولو لپاره سوال کوو ځکه کور ته د تګ لګښت نه لرو.»

بلخوا د نیمروز اوسېدونکي وایي، چې ورځ تر بلې د سوالګرو شمېر زیاتېږي او په خبره یې، ډېری سوالګر هم له ایرانه را ایستل شوي کډوال دي، چې خپلو کورونو ته د ستنېدو وس نه لري.

د نیمروز اوسېدونکی، معراج الدین بیا وايي: «موږ وینو چې هره ورځ زرګونه کسان سوال ټولوي. هټۍ په هټۍ، کور په کور په هره کوڅه ګرځي او خلکو ته لاسونه اوږدوي.»

په همدې حال، د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس وایي، هڅه کوي چې کورونو ته له ایرانه را ایستل شویو افغانانو د ستنېدو زمینه برابره کړي.

د نیمروز ولایت مقام د دفتر رییس، ابراهیم حامد وايي:‌« د نیمروز محلي ادارې په دې تړاو پرېکړه کړې ده، ځکه خلکو ستونزې درلودې. هغه ځوانان چې افغانستان ته راځي د نیمروز د کډوالو ریاست له لوري د دوی لپاره ترتیب جوړ شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ څه د پاسه دوه زره کسان د نیمروز د ورېښمو له لارې هېواد ته را ګرځول کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له ایران ایستل شويو افغانانو په نیمروز کې سوالګرۍ ته مخه کړې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*