له کندهاره شاوخوا ۷ زره اینځر بهر ته صادر شوي

Loading

د روان لمریز کال په وږي میاشت کې له کندهاره د څه باندې ۳۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بهر ته شپږ زره ۹۶۰ ټُنه اینځر صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو په خبره، د اینځرو زیات صادرات له دغه ولایته هند او پاکستان ته شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، عبدالباقي بینا په دې اړه وايي: «له کندهار هند او پاکستان سږ کال د ښه پلور په موخه زموږ د انځرو صادرات په ځنډ پېل شول، خو یوازي مو د وږي میاشت کې د ۳۶ مېلونه ډالرو په ارزښت ۶۹۶۰ ټنه انځر صادر کړي او دغه شمېر لاهم د لوړېدو په حال کې دی.»

کندهار کې د وچې میوې ځینې کاروباریان وايي، د هند او پاکستان ترڅنګ د نړۍ په نورو بازارونو کې د افغانستان وچې میوې تقاضا زیاته ده.

کندهار کې یو سوداګر، توریالی په دې اړه وايي:«موږ اوونۍ کې شل یاهم څلوېښت ټنه وچه مېوه، اڼځر، کشمش پروسیس کوو او بیا یې د نړۍ بېلابیلو هېوادونو ته لېږو.»

کندهار کې یو کارګر، اغا محمد هم و ویل:«موږ د نړۍ د غوښتني مطابق ۲۵۰ ګرامه، سل ګرامه او له دې څخه زیات او کم بسته بندي کوو او بیا یې لېږو.»

یو بل کارګر، جمعه ګل بیا وايي: «تر ټولو مخکي وچه مېوه د باغونو له خاورو او ګردونو پاکیږي، ماشینونو ته ځي او له هغه وروسته په ځانګړو قطیو کې بسته بندي کیږي او صادرېدو ته چمتو کیږي.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د معلوماتو پربنسټ له دغه ولایت څخه په زیاته کچه وچه میوه هند او پاکستان ته صادرېږي، چې بيا له دغو هېوادونو نورو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له کندهاره شاوخوا ۷ زره اینځر بهر ته صادر شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*