م.م: افغانستان کې څه باندې ۱۳ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي

💬0

م.م: افغانستان کې څه باندې ۱۳ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام یا WFP وايي، افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي ستونزو، د کار د فرصتونو له کمښت او اقلیمي بدلونونو سره مخ دی، او د سیمې وروستیو ترینګلتیاوو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې او د خوړو خوندیتوب وضعیت یې لا خراب کړی دی.

د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار اوسېدونکې رقیبه احمدي وايي، د خپلې کورنۍ لپاره د کافي خوړو برابرولو توان نه لري.
هغې وویل: «هغه لږ خواړه چې اخیستلی شو، خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو هغه هم بسنه نه کوي.»

د هغې په خبره، کشره لور یې د خوارځواکۍ له ستونزې راوتونکې ده او مېړه یې هم بې‌کاره دی.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د اقتصادي او بشري فشارونو له امله د هغو ځانګړو خوراکي توکو زېرمې کمې شوې دي چې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ښځو او ماشومانو ته ورکول کېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان څانګې مشر جان ایلیف ویلي: «د تغذیې مرستې اړینې دي، انتخابي نه دي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې په خوارځواکۍ اخته دي.

هغه ټینګار کړی چې د خوړو او تغذیې مرستې لا هم د میلیونونو افغان ښځو او ماشومانو لپاره د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده، خو په وینا یې، د بودجې کمښت دغه مرستې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "م.م: افغانستان کې څه باندې ۱۳ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*