م.م هېواد کې د میندو د روغتیا برخه کې د مرستو پرې‌کېدو پایلو ته اندېښمن دی

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی، چې د مرستو پرې‌کېدل به، په افغانستان کې له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د میندو د مړینې ۱۲۰۰ اضافي پېښو او د ۱۰۹ زرو ناغوښتو امیندواریو لامل شي.

د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمه‌ییز رییس پیو سمېټ د امریکا د مرستو د پرې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به د مرستو بندېدل ناوړه پایلې ولري.

پیو سمېټ ویلي:«د ملګروملتونو د وګړو صندوق هغه خدمتونه، چې د امریکا د مالي مرستو له لارې برابرېدل او په ناورینونو کې په ځانګړې توګه سوېلي اسیا کې یې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې لار برابروي، ځنډول شوي، که یوازې افغانستان د بېلګې په توګه یاد کړو د ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ اټکل کوو، چې د امریکا نه ملاتړ به د ۱۲۰۰ میندو د مړینې او ۱۰۹ زره نا غوښتل شویو امیندواریو لامل شي.»

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې د بهرنیو مرستو ۹۰ ورځنی ځنډ د دغه هېواد د پروګرامونو د کره ارزونې لپاره شوی دی. هغه دغه راز ټینګار وکړ چې بهرنۍ مرستې به له دې کتنې وروسته هم دوام ولري، خو یوازې هغه مرستې چې منطقي، موثرې او د امریکا له ملي ګټو سره سمون ولري.

نوموړي وویل چې ځينو ادارو په ځانګړې توګه د امريکا نړۍوالې پراختيايي ادارې (USAID) د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي:«په ځینو مواردو کې، یوازې ۱۰، ۱۲ یا ۱۳ سلنه مرستې وروستي اخیستونکي ته رسېدلې او پاتې نورې یې په اداري لګښتونو لګول کېدې، دا زما پیسې نه‌دي، دا د مالیه ورکوونکو پیسې دي، نو موږ بهرنۍ مرستې نه بندوو؛ خو داسې مرستې به کوو چې منطقي وي، اغېزمنې وي، ملي ګټې پیاوړې کړي او زموږ د شریکانو او متحدینو په ګټه وي.»

خو د اقتصاد وزارت وايي، باید بشري مرستې له سیاسي مسایلو بیلې وساتل شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«باوري یو چې بشرپاله مرستې باید بشري پاتې شي او بشرپاله مرستې باید له سیاسي مسایلو تفکیک شي.»

د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې ویب پاڼې اعلان وکړ، چې په ټوله نړۍ کې به د دې ادارې کارکوونکي له حیاتي پرسونل پرته د جمعې له ورځې څخه رخصت شي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې د دغې ادارې د کارکوونکو شمېر شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته رسېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "م.م هېواد کې د میندو د روغتیا برخه کې د مرستو پرې‌کېدو پایلو ته اندېښمن دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*