تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۴ زره ماشومان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، له ۲۰۱۴ د ۲۰۲۵ کال تر لومړیو ۴زره او ۴۰۰ مماشومان د کډوالۍ په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راپور کې لوږه، نا امني او اقلیمي بدلون د کډوالۍ اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د کډوالۍ تر ټولو مرګونې لارې له افغانستانه ایران، د مدیترانې سمندرګی، د صحرا دښته او د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحدي لارې په ګوته شوې دي.

راپور  کې راغلي: «د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګوني لارې د مدیترانې سمندرګی، د صحرا دښته، له افغانستانه ایران ته د کډوالۍ لاره او د مکسیکو او امریکا ترمنځ سرحدي لارې دي. د کډوالو ماشومانو د مړینې نږدې نیمایي پېښې د ډوبېدو له امله ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې لږ تر لږه له هرو اوو مړینو یوه یې د موټرو د ټکر د پېښو یا ګواښوونکو لارو له امله رامنځته شوې ده.»

دغه سازمان د بهرنیو مرستو کموالی هم د ماشومانو د کډوالۍ له اصلي لاملونو یاد کړی او له نړۍوالو یې غوښتي چې د ماشومانو پر راتلونکي د مالي پانګونې مسلې ته دې لومړیتوب ورکړي.

د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال بنسټ ټینګار کړی چې د کډالو ماشومانو د روغتیا، زده کړو، خوندیتوب او مړینې په تړاو دې کره مالومات راټول کړای شي. 

د کډوالو او ماشومانو د حقونو فعاله، اصفه ستانکزۍ وایي: «د دې ستونزو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د زده‌کړو پیاوړتیا، د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه والي، ماشومان د کډوالۍ ملاتړ، د ناقانونه کډوالۍ په اړه د پوهاوي، د قوانینو اصلاح او د ماشومانو د ملاتړ جوړښتونو په برخه کې کار وشي.»

دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله، ګاونډیو هېوادونو ته د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو په کډوالۍ کې زیاتوالی راغلی دی. 

خو د نیمروز والي تېره ورځ (پنجشنبه) له طلوع‌نیوز سره مرکه کې ویلي و، چې د نیمروز د پولې له لارې د انسانانو د قاچاق مخه نیول شوې او زیاته کړې یې وه، چې د دې ښکارندې پر وړاندې جدي هڅې روانې دي.

ماشومان د کډوالۍ

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تېره یوه لسیزه کې څه باندې ۴ زره ماشومان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*