ا.ا له نشه‌يي توکو سره مبارزې ټینګار کوي

Loading

ښاغلي قانع، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کوي او زیاتوي، اسلامي امارت په کم وخت کې په افغانستان کې نشه‌يي توکي له‌منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قومندان څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې، اوس‌مهال له افغانستانه ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو ته د نشه‌يي توکو هېڅ ګواښ شتون نه‌لري.

ښاغلي قانع، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار کوي او زیاتوي، اسلامي امارت په کم وخت کې په افغانستان کې نشه‌يي توکي له‌منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په چاره کې ژمن دی او له نېکه مرغه توانېدلی چې په کمه موده کې او له محدودو امکاناتو سره له افغانستانه د نشه‌يي توکو لمن ورټوله کړي. په ډاډ سره ویلای شو چې دم‌ګړۍ له افغانستانه د نشه‌يي توکو له اړخه ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو ته ګواښ متوجه نه‌دی.»

تر دې مخکې ایراني رسنیو د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قومندان احمد علي ګودرزي له قوله ویلي و ترهغې چې، افغانستان بې‌وزله، بې ثباته او محروم پاتې شي، د ایران پر وړاندې به له دغه هېواده د نشه‌يي توکو ګواښ دوام ولري.

احمد علي ګودرزي ویلي:«له نشه‌يي توکو سره مبارزه نه یوازې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ همغږۍ او درې اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري، بلکې د تولید او کښت اړوند مرستې څرنګوالی يې د نړۍوالې ارادې پورې تړاو لري.»

د پوځي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان په هره برخه کې چې د نشه‌يي توکو کښت او کاروبار کېده، منع شوي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې باید د سیمې هېوادونه هم همکاري وکړي.»

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت ویلي و چې، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د نشه‌يي توکو د پروسس ۱۲۵۰ لويې او وړې فابریکې له‌منځه وړل شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ا.ا له نشه‌يي توکو سره مبارزې ټینګار کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*