
مسوولین: هره ورځ ۵زره افغانان له ایرانه را ایستل کیږي
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، په دې وروستیو کې یو ځل بیا له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو بهیر چټک شوی دی.
د شمېرو لمخې، هره ورځ د اسلام کلا له لارې نږدې پنځه زره افغانان خپل هېواد ته را ایستل کیږي.
د اسلام کلا د کډوالو د خدمتونو کمیټې سرپرست، عبدالغني کامل و ویل: « دغه کډوال له اړ کیږي چې له ایرانه راشي. دوی چې ایران ته تلل، د بېرته راتګ نیت یې نه درلود، خو په زور او جبر را ایستل کیږي. د کورنۍ ګټیالي نیول کیږي او را ایستل کیږي او کورنۍ یې هم اړ کیږي چې راستنې شي.»
اسلام کلا کې داسې افغان کډوال هم شته، چې کورنۍ یې ایران کې پاتي؛ خو دوی د ایراني پولیسو له لوري په زوره د دغه هېواد له خاورې را ایستل شوي دي.
دوی وايي، له کورنیو یې خبر نه لري او نه یې هم کورنۍ پوهیږي، چې دوی چېرته دي.
له ایرانه را ایستل شوي، عبدالله و ویل: «دوه میاشتې مخکې یې زموږ اسناد باطل کړل او اولادونه یې راته له ښوونځي را و ایستل. هغو کسانو ته چې اسناد یې نه لرل، کور نه ورکول کېده. د ورځینو لګښتونو لپاره مې پټ کار کاوه او اړ شوو چې بېرته هېواد ته راشو.»
بل افغان را ایستل شوي، عزیزالله و ویل: «۱۷ کاله مې په ایران کې ژوند وکړ او هلته مې واده هم وکړ، خو اسناد مې باطل کړای شول. زما مېرمنې پاسپورټ درلود او ما د سرشمېرنې کارت لره خو موږ دواړه را و ایستل شوو.»
د هرات د سیمهییزو چارواکو د مالوماتو پر بنسټ، په تېرو درېیو میاشتو کې تر یو میلیون او سل زرو ډېر کډوال د اسلام کلا له لارې له ایران را ایستل شوي دي.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې ژر به د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو هم پیل کړي.
لومړی نظر وکړئ on "مسوولین: هره ورځ ۵زره افغانان له ایرانه را ایستل کیږي"