د نوبل د سولې د جایزې کټوونکې ملالې یوسفزۍ د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې کې د ګډون کوونکو هیوادونوله مشرانو څخه غوښتي چې پر افغان نجونو د ا.ا.د زده کړو بندیز لېرې کولو ته پام وکړي.
په همدې حال کې په دوحه کې د ا.ا. د سیاسي دفتر مشر ویلي چې دغې غونډې ته د ا.ا.د استازي نه بلل به د ملګرو ملتونو او ا.ا. ترمنځ فاصلې لا زیاتې کړي.
ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په ورځ وختي سپټمبر ۲۲( تلې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا او یو شمیر نورې نجونې د ملګرو ملتونو دفتر مخ ته تیره ورځ راټولې شوې وې ترڅو په نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان، غزه او یو شمیر نورو هیوادونو د نجونو بد وضعیت ته د نړیوالو مشرانو پام راولاړي.
ملالې ویلي: ” په نړۍ کې نجونې د مختلفو حقایقو سره مخ دي. په افغانستان کې نجونې په ثانوي ښوونځیو کې له زده کړو څخه منع شوي، په غزه کې نجونې په پرله پسې ډول د بمبارد لاندې ژوند کوي، په نایجریا کې نجونې د ویجاړونکو سیلابونو څخه کړیږي.”
ملالې یوسفزۍ د هیوادونو په مشرانو غږ وکړ چې په نړۍ کې د نجونو د ژوند د شرایطو کې ښه کیدو لپاره نور اقدامات هم وکړي.
د ملګرو ملتونو ۷۹ عمومي غونډه د سپټمبر د روانې میاشتې په لسمه پیل شوې ده. په قطر کې د ا.ا.د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغې غونډې ته د ا.ا.د استازي په نه بللو باندې نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې په داسې حال کې چې طالبان د خلکو ملاتړ او په افغانستان باندې واکمن دي او بیا هم دې غونډې ته د ا.ا. استازي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
هغه ویلي: “دغسې یو حالت هیڅ کومه مسله نشي هوارولی مګر پرځای درز لا ژوروي او دا د د افغانستان اسلامي مارات [ا.ا. حکومت] سره د بوختیا د پالیسۍ پر خلاف دی کوم چې ملګري ملتونه یې د تعقیب [ پالسۍ] ادعا کوي.”
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ لا هم د مخکني جمهوري حکومت له خوا د ګمارل شوي دپلومات نصیر احمد فایق له خوا اداره کیږي. که څه هم ملګرو ملتونو پریکړه کړې چې افغانستان استازی ددغې ټولنې د رایو اچونې په بهیر کې ګډون نشي کولای هم لا هم یې ا.ا.ته ددغې څوکۍ د سپارلو څخه ډډه کړې ده.
ا.ا. چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.نړیوالې ټولنې د ا.ا.د نړیوال مشروعیت لپاره ددغې ډلې له خوا بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د ال قاعده په ګډون تروریستي ډلو سره اړیکو پرې کولو شرطونه د مخکینيو شرطونه په توګه اعلان کړي دي.
په قطر کې د ا.ا.د سیاسي دفتر مشر دا نیوکه په داسې حال کې کړې چې د ا.ا.د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته د ملګرو ملتونو یو شمیر چارواکو ویلي چې په ددغه قانون پلي کیدل به دغه هیواد د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو څخه نور هم لیرې کړي.یوسفزۍ
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د سپتمبر ۱۸ (سنبله۲۸) د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په داسې حال کې چې نړۍ د ا.ا.له حکومت سره د تعامل هڅه کوي، د ا.ا.حکومت پرېکړې او په خاص ډول د “امر بالمعروف او نهي عن المنکر” د قانون نافذیدل د “واقعي تعامل په اړه” منفي پیغام لري او دا قانون له پامه نه شي غورځول کېدای.
میرمن اوتنبایوا وویل چې دا پرېکړې د ا.ا. او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې ا.ا.د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي، “شدیدې تګلارې خپلوي”. یوسفزۍ
د یوناما د مشرې ددغو څرګندونو دمخه د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشني مرستیالې روزمري ديکارلو هم دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي وو چې ددغه قانون پلي کیدو دوام به نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.
میرمن ډیکارلو د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ ( سنبلې څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه قانون د پلي کیدو د اغیزو په اړه ویلي چې دا قانون په افغاانستان کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ازادۍ لا محدودوي.یوسفزۍ
میرمن دیکارلو لیکلي: ” ‘ اخلاقو قانون’ چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د حاکمو چارواکو [ا.ا.] له خوا خپور شوی په بشري حقونواو ازادیوباندې په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونولا محدودیتونه لګوي. دا بې حسه دی.که چیرې پرې عمل کول دوام ومومي دغه قانون یوازې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ستنیدو مخه نیسي”.
لومړی نظر وکړئ on "ملالې یوسفزۍ له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې د افغان نجونو وضعیت ته پام وکړي"