
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرایي مرستیال تعلیم ته د انجونو له نه لاسرسي اندیښنه ښوودلې او ویلي دي چې دغه چاره د افغانستان پر روغتایي سکتور منفي اغیزې غورځوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرائیه مرستیال انډرو سابرتون په یوې خبري ناسته کې افغانستان ته د خپل شپږ ورځني سفرپه تړاو وویل چې د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره یې له زده کړو د نجونو د محرومیت او پر قابلو او روغتیایي سیسټم د هغه د ناوړه اغېزو په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي سابرټون زیاته کړې، که د نجونو پر مخ د زده کړو او تحصیل دروازې تړلې پاتې شي، نو په راتلونکي کې به په افغانستان کې هېڅ قابله نه وي.
ښاغلي سابرټون ویلي: «په هرې کتنه کې مې په ځانګړې توګه له زده کړو د نجونو د محرومیت، د قابله ګۍ د زدهکړو او په روغتیايي مرکزونو کې د فعالیت په تړاو خبرې وکړې او په ځانګړې توګه مې پر دې مسألې ټینګار وکړ، که نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته اجازه ورنه کړل شي، نو د هغو قابلو لپاره به چې عمر یې لوړېږي او تقاعد ته نږدې کېږي، د هېڅ بدیل یا د ځای ناستې زمینه پاتې نه شي. دا وضعیت به په راتلونکي کې د هېواد د روغتیايي خدمتونو پر نظام له غمیزې ډک اغېز ولري. ما دا موضوع له هغوی سره شریکه کړه، هغوی درک کړه، خو زه ډاډه نه یم چې دا مسأله دې د کوم مشخص اقدام لامل شي.»
د ښځو د حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش بیا وايي: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې، یو ځل بیا ټینګار کوو، د تعلیم او تحصیل تړل شوې دروازې دې هر څه ژر پرانیستل شي؛ ځکه موږ نه غواړو نور هم په بېبرخلیک حالت کې ژوند وکړو.»
د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق اجرائیه مرستیال د متحده ایالتونو د مرستو د بندېدو په تړاو هم زیاته کړه چې دغه هېواد د افغانستان اړوند ۱۰۲ میلیون ډالرو په ګډون پر دغه سازمان خپله څه باندې ۳۳۰ میلیون ډالره مرسته بنده کړې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه چې په افغانستان کې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري، او د بودجې دغه کمښت ۶.۳ کسان له حیاتي خدماتو محروم کړي دي. که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د دغه سازمان ۹۸۲ مرکزونه فعال وو، خو تر ۲۰۲۶ کال پورې به په هېواد کې ۴۱۸ روغتیايي مرکزونه فعال پاتې شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییه مرستیال همدا راز ویلي: « د بودجې په وروستي کمښت کې متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته له خپلې نړیوالې بودجې څه باندې ۳۳۰ میلیون ډالره پیسې کمې کړې دي. دغه کمښت هغه حیاتي او ژغورونکي پروژې اغیزمنې کړې چې یا تر کار لاندې وې یا په پام کې وه چې په راتلونکو میاشتو کې شي.درېیمه برخه دغه کمېښتونه د اسیا په سیمه کې پلي شوي او په ۱۰۲میلیون ډالرو سره افغانستان تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. دا بودجه په عمده توګه د کورنیو د روغتیا د کورونو، ګرځنده روغتیایی ټیمونو او رواني ټولنیز ملاتړ د خدمتونو لپاره ځانګړې شوې وه. اوس د دغه کمښت په پایله کې ۶.۳ میلیونه کسان چې ډیری یې ښځې او نجونې دي، له دغو حیاتي خدمتونو بې برخې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو موضوع یوه داخلي مسأله بللې ده او له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د پالیسي او پراختیا معین مخکې ویلي وو چې په هېواد کې له ۳۰ زرو زیاتې قابلې د کاري فرصتونو په تمه دي.
لومړی نظر وکړئ on "له زدهکړو د نجونو د محرومیت دوام؛ د قابلو کمښت ته د ملګرو ملتونو اندېښنه"