ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د “ازادۍ په مبارزه” کې یوازې نه پرېږدو

ملګري ملتونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره وايي، افغان مېرمنې به د “ازادۍ په مبارزه” کې يوازې پرې نه ږدي.

په دغه هېواد کې د (یو.اين.وېمن) مشره اليسن داویدیان علي وايي، که د افغان ښځو ملاتړ ونه کړي نو په وینا یې، “هېڅ اخلاقي جرات به ونه شو کولای چې کوم بل ځای د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړو.”

اغلې داویدیان همداراز پر نړۍ هم غږ کړی چې افغان ښځو سره د “ازادۍ په مبارزه” کې ودرېږي.

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرخپله اېکس‌پاڼه د دې سلاکارې خبرې خپرې کړې دي چې وايي، تازه د افغانستان شمال ته له سفره بېرته ستنه شوې او هلته یې د ښځو حالت کتلی او غوښتنې اورېدلې دي.

دا زیاتوي چې هلته “د نسيمې په نوم یوې ښځې راته وویل، زه په ۱۶ کلنۍ کې واده شوم او ښوونځی مې خلاص نه شو کړای. زما ارمان دا و چې زما د لور ژوند به تر ما ښه وي، خو زه اوس اندېښمنه یم چې د هغې ژوند به تر ما هم بدتر وي. له هغوی چې لا هم زموږ غږ اوري، هیله مو ده چې موږ سره زموږ د ازادۍ لپاره مبارزه کې مرسته وکړي.”

الیسن داویدیان د نسيمې په نوم د دې افغان مېرمنې د کیسې په یادولو سره وايي چې د هغې برخليک د نړۍ په بل هر ځای کې د ښځو لپاره برخلیک ټاکونکی دی.

“وروستۍ ازموینه”

الیسن داودیدیان
د عکس تشریح، اليسن داویدیان په هرات کې له یوې کارګرې ښځې سره د خبرو پر مهال

اغلې داويدیان زیاتوي، د نړيوالې ټولنې په توګه د افغان مېرمنو ستونزو ته رسېدنه د دوی “وروستۍ ازموینه ده” چې د نسيمې، د هغې د لور په څېر د زرګونو افغان نجونو او مېرمنو لپاره څه کوي او په څه کولو کې پاتې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو دا لوړپوړې چارواکې داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د ا.ا. حکومت پر دغه هېواد د بیا واکمنېدو درېیمه کليزه نمانځي.

په تېرو درو کلونو کې يې پر افغان مېرمنو د زدکړو، عام ژوند او کار په برخه کې بېلابېل محدودیتونه لګولي دي چې د نړيوالو بنسټونو او استازو له سختو فشارونو سره سره بیا هم کوم نرمښت نه پکې تر سترګو کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د “ازادۍ په مبارزه” کې یوازې نه پرېږدو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*