ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د مرسته کوونکو هیوادونو د نشتون له امله د مرسـتې رسونې ادارې د دغو هیوادونو په استازیتوب د حاکمو چارواکو سره د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه ددفاع او د مرستې رسونې په بهیر کې د هغوی د ګډون په اړه خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د دوشنبې په ورځ نومبرڅلورم ( لړم ۱۴) په یو راپور کې ویلي چې په دودیز ډول کوم مرسته کوونکي چې افغانستان ته مرسـتې برابروي په فزیکي ډول په دغه هیواد کې د هغوی نشتون او د حاکمو چارواکو [ا.ا.] سره د هغوی د اړیکو د مخامخ چینل نشتون له امله بشري مرستو ادارې د ا.ا. سره د عملیاتو او د ستراتیژیک ډیالوګ په برخه کې د افغان میرمنو او نجونود حقونو څخه د دفاع او پر هغوی باندې د لا نورو محدودیتونو د لګولود مخنیوي په تړاو د یوې اساسي مرکزي نقطې په توګه کار کوي.
دغې ادارې ویلي چې سربیره پردې کارته د ښځو د لاس رسي د حق د خوندي کولو او په ادارو کې د ظرفیت د لوړولو لپاره هم کار کوي، چې کې په ادارو کې د ښځینه او سړو ترمنځ د کار د ځایونو جداوالی، د ښځو لپاره د مرستو د ویشلو جلا ځانونو رامنځ ته کول او د ښځینه کارکوونکو لپاره چې کله ساحې ته ځي د هغوی د محرم مصرف ورکول او د ښځینه رضاکارانو روزنه هم شامله ده.
اوچا ویلي چې ې پر افغانستان باندې د ا.ا.د بیا واکمنیدو راهیسې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه تراوسه لږ ترلږه ۳۹۲ لارښوونې صادرې کړي چې بشردوستانه فعالیتونه ورڅخه مخامخ اغیزمن کیږي.
دغې ادارې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرسـتې په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.
اوچا په ویلي چې ددې ټولو ګواښونو او ننګونو باوجود مرستو رسونې بشرپاله کارکوونکي د ژوند په ټولو برخو کې د افغان میرمنو د ګډون د حقون د خوندیتوب لپاره د بشري مرستو د ارزونې څخه نیولې تر مرستو ویشلو او څارنې په ګډون په نه ستړي کیدونکي ډول کار کوي.
دریو کلنو کې افغانستان سره د ۶.۷ میلیاردو ډالرو مرسته
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په دغه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته چې په افغانستان کې بیا ا.ا. واک ته رسیدلي، نړیوالې ټولنې په دغه هیواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره ۶.۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت بشري مرسـتې کړي، چې ددغو پیسو نږدې نیمايي یې د ا.ا. د بیا واکمنیدو په دوېیم کال په ۲۰۲۲ کې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دوشنبې په ورځ نومبرڅلورم ( لړم ۱۴) په خپور کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې بشري مرسـتې ته د خلکو اړتیا خوزا زیاته لوړه وه ، چې په ۲۰۲۳ کال کې ددغه هیواد ۲۹.۲ میلیونو وګړو په بیړني ډول بشري مرستو ته اوتیا لرله چې نړیوالې ټولنې دغو اړتیاو ته په کتنې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو لپاره ۳.۳ میلیارده ډالر برابر کړي وو.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې سختې اقتصادي کمزوۍ ، بانکي سکټور مختل کیدلو او په ناڅاپي توګه د دواړخیزې انکشافي همکارۍ د ځنډیدلو په پایله کې د خوړو نه خوندیتوب او د بې وزلې کچه لا پراخه شوې او ترڅنګ یې په دغه هیواد کې خلک په تیرو ۳۰ کلنو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ شوي او د عامې روغتیا د سیستم د ممکنه ړنګیدو په اړه د هغوی اندیښنې هم زیاتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي: ” په داسې حال کې چې له هغه وخت وروسته وضعیت کې ثبات راغلی د جګړو اړوند بې ځایه کیدو کې د پام وړ- نږدې ټول – کموالی راغلی او د خوړو خوندیتوب او لوږې د کچې د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې یو څه پرمختګونه رامنځ ته شوي، خو افغانستان لا هم خورا زیات د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د یو زیان مننونکي هیواد په توګه پاتې دی، د اقلیم بدلون اغیزې او جیو پولیټکټي تحرکاتو، چې دا ټول کولای شي نوې اړتیاوې رامنځ ته کړي او په فوري ډول شته اړتیاوې زیاتې کړي”.
اوچا په دغه راپور کې په افغانستان کې د بشري بحران په پراخیدو کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې د ا.ا. د حکومت په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د د نوي قانون وروسته محدودیونو اغیزو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې دا کړنې په افغانستان کې د ساتنې د بحران د اصل په توګه پاتې شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې ددغو اغیزو د څیړنې هدف په افغانستان کې د بشري چارو کې د لاس ته راوړنو برجسته کول او په تیرو دریو کلنو کې د مرسته کوونکو هیوادونو او د ادارو له خوا د مرستې د برابرولو په پایله کې د بشرپاله ادارو له خوا د بشري ناورین مخه نیول دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خپل دغه راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمه وړلو لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې او ویلي دي، چې د بودیجې د کمښت په صورت کې به بشري مرستو کارکوونکو ته دا ډیره مشکله وي چې دا وضعیت همداسې وساتي او په دې برخه کې په تیرو کلنو کې ترلاسه شوې لاس ته راوړنې به بیا له لاسه لاړې شي او د افغانانو کړاونه به لا زیات شي.
او چا ویلي چې د بشرپاله ادارې په افغانانو باندې د بشري مرستو ویشلو په برخه کې حساب ورکولو ته همداسې ژمن دي.
لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه: مرسته کوونکو هیوادونو په استازیتوب مرسـتې رسونې ادارې ا.ا.سره د ښځو حقونو په اړه خبري کوي"