ملګري ملتونه ولې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل غواړي؟

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو مسله د دغه هېواد په اړه د امنیت شورا لپاره یوه مهمه موضوع ده. د طالبانو حکومت نه غواړي چې دا ډول استازی وټاکل شي. ځکه د طالبانو د حکومت د مخالفانو په اند، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی چې د امنیت شورا تایید او ملاتړ ورسره وي، کولای شي طالبان د خپل حکومت د کړنو په اړه لا زیات حساب کتاب ته راکاږي.

په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی ډاکټر ناربرټ هال د طالبانو د واکمنې شورا د مرستیال ملا محمد حسن اخوند د راتګ په تمه و. ښاغلي هال په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت تالار کې پر دېوال لګول شوي ساعت ته وکتل. د هغو ساعتونو منځ د کورنیو جګړو له امله په ګولیو وېشتل شوی و، چې له امله یې د وزارت ټول ساعتونه له کاره لوېدلي وو.

ډاکټر هال چې پخوا یې په همدې تالار کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا محمد غوث په ګډون له یو شمېر طالب چارواکو سره لیده کاته درلودل، دغه له کاره لوېدلي ساعت ته په اشارې وویل: هر ځل چې کابل ته راځم، دغه ساعت ۹ بجې او ۴۵ دقیقې ښيي، دلته وخت درېدلی دی.”

وحيد مژده چې د افغانستان د سياسي مسايلو يو مشهور شنونکی و، هغه مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکی و. نوموړی درې کاله وړاندې په کابل کې ووژل شو. ښاغلی مژده په خپل کتاب “افغانستان او د طالبانو پنځه کلنه واکمني” کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دغه خبره تاییدوي او لیکي: “دا رښتیا وه. “طالبانو هېڅکله د وخت اهمیت نه و درک کړی او له همدې امله یې ډېر ښه فرصتونه له لاسه ورکړل.

درې لسیزې وروسته، لس ورځې مخکې د قطر په پلازمینه دوحه کې یو له دغو “فرصتونو” څخه د طالبانو د حکومت او افغانستان د ستونزې د هواري لپاره برابر شو.

دغه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه او یوه موخه یې د افغانستان لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه خبرې وې. خو طالبانو په دې ناسته کې ګډون ونه کړ. په دې ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په وینا، دا “د طالبانو له خوا د فرصت له لاسه ورکول” وو.

افغانستان

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې (د ۱۴۰۲ کال مرغومي/جدې ۸ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اړتیا خبرې وکړې. چین او روسیې د دغه پرېکړه لیک له لاسلیکولو ډډه وکړه.

اوسمهال ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د (په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت) تر عنوان لاندې حضور لري چې (یوناما) بلل کېږي.

دا اداره د دې سازمان تر شلو زیاتې څانګې لري، چې له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د “د تلپاتې سولې په ټینګښت کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د مرستې” په موخه فعالیت کوي.

پر دې سربېره، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا اته میاشتې وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په تېرو دوو لسیزو کې په لومړي ځل افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې لپاره خپل یو پخوانی ارزوونکی ریچارډ بېنېټ د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکه.

د طالبانو د حکومت په اند، له څه مودې راهیسې ملګري ملتونه د طالبانو پر حکومت “د منظم مهالویش له مخې” تورونه لګوي. د دوی پوښتنه دا ده، چې له یوناما او ریچارډ بېنېټ سره سره، ولې باید بل ځانګړی استازی وټاکل شي؟

ملګري ملتونه په کومو وختونو کې ځانګړی استازی ټاکي؟

افغانستان

د نړیوالو حقونو او اړیکو کارپوه ملک ستېز په وینا، ملګري ملتونه په درېو حالتونو کې ځانګړی استازی ټاکي. “په لومړي حالت کې، کله چې په یوه سیمه کې جګړه او شخړې د حکومت له کنټروله بهر وي، ملګري ملتونه د نړیوالو بنسټونو، سیمه ییزو حکومتونو او ملي لوبغاړو د همغږۍ لپاره ځانګړی استازی ټاکي.

ځانګړی استازی هڅه کوي، کورنۍ ستونزې د سیمه ییزو بنسټونو او سیمه ییزو حکومتونو رول ته په کتو د نړیوالو بنسټونو او نړیوالو جوړښتونو (لکه د امنیت شورا) په کچه، سره وتړي.

ښاغلی ستېز وايي، په دویم حالت کې، کله چې وضعیت د رسمي بنسټونو او جوړښتونو له لارې حل نه شي، ناورین پېچلی کېږي او دغه پېچلتیا د سیمې نور هېوادونه زیانمن کړي او ناورین هم د نړیوال خطر بڼه غوره کړي، په دغه حالت کې ملګري ملتونه ځانګړی استازی ټاکي.

او درېیمه قضیه موضوعي ده. ملګري ملتونه په داسې حالت کې ځانګړی استازی ټاکي چې یوه ځانګړې موضوع تر برید لاندې وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د غوراوي بڼه

فریدون

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې ټولنې ځانګړی استازی د هغو کسانو له ډلې څخه ټاکي چې ورته نوماند وي یا یې نوملیکنه کړې وي. خو مهمه خبره دا ده چې دغه کس باید د امنیت شورا د غړو له خوا تایید شي. په داسې حالت کې د دغې شورا د غړو ترمنځ د اختلاف مسله نوره هم جدي کېږي.

د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په مسئله کې چین او روسیه د طالبانو د دریځ پلوي کوي.

د ملک ستېز په وینا، ځانګړي استازي باید لږ تر لږه درې ځانګړتیاوې ولري: لومړی په هغه خاوره کې له حکومتونو او حالاتو خبر وي. دویم، باید پر نړیوال کچ پېژندل شوي کس وي چې وکولای شي د ملګرو ملتونو د باور استازیتوب وکړي، او درېیم، دوی باید مثبت شالید ولري.

د تونس د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمود مستیري او د الجزایر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر اخضر ابراهیمي په تېرو وختونو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وو.

اوس مهال فریدون سینرلي اوغلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی دی چې څه موده وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر و.

نوموړی اوس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له احتمالي نوماندانو دی.

د یوناما او ریچارډ بېنېټ په شتون کې، ځانګړي استازي ته اړتیا څه ده؟

اخضر ابراهیمی

د حقوقو او نړیوالو اړیکو شنونکي او کارپوه ملک ستېز په اند، ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په استازیتوب د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، چې د فعالیت اجنډا او ساحه یې یوازې د بشري حقونو د څار په برخه کې ده. دی په ملګري ملتونه کې د بشري حقونو شورا ته راپور ورکوي.

په دې معنی چې دا د خبرو اترو همغږي کولو، د حکومتونو ترمنځ د اړیکو چمتو کولو یا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ډیپلوماټیک رول ترسره کولو لپاره ځانګړې سیاسي دنده نلري. خو، ځانګړی استازی پراخه اجنډا او واکونه لري چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک پر بنسټ ټاکل کېږي او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه مکلف دي، ورسره همکاري وکړي. “په حقیقت کې، ځانګړی استازی به د افغانستان د مسلې د حل لپاره د خبرو اترو سیاسي رول ولري، خو د ریچارډ بېنېټ د کار په اجنډا کې دا نشته، هغه یوازې په ځانګړې توګه پر بشري حقونو تمرکز کوي.”

د طالبانو پر حکومت د ځانګړي استازي اغېز

سهیل شاهین

د طالبانو د یوه لوړ پوړي مرکچي سهیل شاهین په اند، ښايي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي. ښاغلی شاهین چې د طالبانو د حکومت لخوا په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازي په توګه نومول شوی، (چې تر اوسه نه دی منل شوی) په دې نظر دی: “دا شک شته چې نوی ځانګړی استازی ښايي پر افغانستان (د طالبانو حکومت) ځینې تصمیمونه تحمیل کړي.”

ښاغلی ملک ستېز هم په همدې نظر دی او وايي، د دغه استازي ټاکل به د طالبانو پر حکومت اغېز وکړي، ځکه طالبان (د ځانګړي استازي په ټاکلو سره) باید نور حساب ورکوونکي وي. دوی اوس د بشري حقونو او ځانګړي استازي سره مخ دي، خو دا ځانګړی استازی، طالبان نړیوالو ته د حساب ورکولو لپاره مکلف ګڼي، ” همدا لامل دی چې طالبان غواړي له دغې چارې وتښتي او که طالبان له ځانګړي استازي سره همکاري ونه کړي، د ځان لپاره به لویه ستونزه جوړه کړي؛ ځکه په راتلونکي کې به په ملګرو ملتونو کې د یوه حکومت په توګه د دوی منل لا نور ستونزمن شي او په ملګرو ملتونو کې به دوی ته څوکۍ ونه سپارل شي.”

لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه ولې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل غواړي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*