مټیو مېلر: له ا.ا. سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي

Loading

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د ا.ا. حکومت سره په تعامل کې د واشنګټن لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.

مټیو مېلر یو ځل بیا له ا.ا. وغوښتل چې باوري کړي، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد نه کارېږي.

ا.ا. له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې، چې بهرنیو وسلوالو ډلو ته په افغانستان کې ځای نه ور کوي او له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

خو د ا.ا. واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا ا.ا. تورنوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو ته یې پنا ور کړې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ د پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي مرکز له برید او د اتو پاکستاني پوځیانو تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ا.ا.مرستیال سفیر احضار کړ.

پاکستاني چارواکو له نوموړي وغوښتل چې په دې برخه کې پلټنې وکړي او سملاسي ګام پورته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم وړمه ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وینا کې وویل، چې «د پاکستان خلک له ترهګرۍ او توندلارۍ ډېر زیانمن شوي دي.»

د مټیو مېلر په خبره، امریکا د سیمې له امنیت د ګواښونو ختمولو کې د پاکستان له حکومت او ولس سره ګډې ګټې لري.

هغه زیاته کړه، چې بیا بیا یې له افغان ا.ا.د دې ډاډمنول غوښتي چې «په ترهګریزو بریدونو کې افغان خاوره نه کارېږي.»

مټیو مېلر زیاتوي «له ا.ا. سره تعامل کې لومړیتوب یې هم دا و او دی چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارېږي.»

ا.ا. تل دا وايي چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې نشته او نه هم افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د بریدونو لپاره کارېږي.

دوی د پاکستان حکومت د افغانستان پرضد د د اعش په روزلو هم تورونوي، خو پاکستاني چارواکي ورته ادعاوې ردوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مټیو مېلر: له ا.ا. سره تعامل کې لومړیتوب دا دی چې افغان خاوره د نورو پرضد ونه کارېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*