م.م؛ ۲۱ میلیون افغانانو سره مرستې لپاره ۱.۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

💬0
منبع

م.م؛ ۲۱ میلیون افغانانو سره مرستې لپاره ۱.۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او بشري اړتیاو اړوند راپور وړاندې کړی دی.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاو او غبرګون پلان کې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو غوښتنه شامله ده، څو له ۲۱.۹ میلیونه اړمنو کسانو ۱۷.۵ میلیونو ته لومړنۍ او ژوند ژغورونکې مرستې و رسول شي.

په دغه راپور کې پر افغانستان د پاکستاني رژیم د هوايي او توغندیزو بریدونو د زیاتېدو یادونه هم شوې ده.

راپور ویلي: « له پاکستان سره د فرضي کرښې دواړو غاړو کې د جګړو زیاتېدو، چې پکې د توپونو ډزې، هوايي بریدونه او د ډرون فعالیتونه شامل دي، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې او د ملکیتونو د زیان سبب شوي دي.»

ګوترش زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو د کښت د بندیز له پلي کېدو وروسته که څه هم په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په پام وړ ډول کم شوی، خو تمرکز یې له سوېل لوېدیځ د هېواد شمال ختیځو سیمو ته لېږدول شوی دی.

د ملګرو ملتونو په نوي راپور کې ویل شوي چې که څه هم افغانستان کې نسبي ثبات لیدل کېږي، خو بشري، سیاسي او اقتصادي ستونزې مخ په زیاتېدو دي. د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخې راستنېدنې، طبیعي پېښې او د سیمې سوداګریزو ستونزو د افغانانو ژوند لا سخت کړی دی.

راپور ټینګار کوي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه د بشري حقونو خلاف دي او له نړۍوال نظام سره د افغانستان بېرته یوځای کېدو مخه نیسي.

همداراز د نجونو د زده‌کړو بندیز چې له شپږم ټولګي پورته دوام لري، باید ژر تر ژره پایته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغان ښځو پر کار محدودیتونه د دې سازمان د فعالیتونو پر بهیر هم اغېز کوي او غوښتنه یې کړې چې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړ شي.

همداراز راپور کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پراخې راستنېدنه یوه لویه ننګونه بلل شوې ده، ځکه ډېری راستنېدونکي د استوګنې، کار او اسنادو له ستونزو سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "م.م؛ ۲۱ میلیون افغانانو سره مرستې لپاره ۱.۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*