اسټرالیا له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

منبع

اسټرالیا له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اسټرالیا به په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت د حل لپاره ۵۰ میلیونه ډالر نوې بشري مرستې چمتو کړي.
دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره د اسټرالیا ټوله بشري مرسته ده چې ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
د راپور له مخې، دا مرسته به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیایی خدماتو ډاډمن کولو او د کرامت خوندیتوب او بشري حقونو ساتنې په ځانګړي تمرکز سره چمتو شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ ویلي: « په افغانستان کې وضعیت خورا جدي دی. د اسټرالیا حکومت د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په کلکه ژمن دی.»

د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی وايي: « دا مرستې باید پر اړمنو خلکو و وېشل شي؛ لکه څنګه چې له نومه یې څرګنده ده، دا بشري مرستې دي او باید هغو کسانو ته ورسېږي چې په بېوزلۍ او بدحالۍ کې ژوند کوي.»

د اوچا راپور کې دغه راز راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له تر ټولو بد اوږدمهاله بشري بحرانونو تجربه کوي او په دغه هېواد کې نږدې ۲۲ میلیونه خلک بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
په ورته مهال، د اقتصادي چارو ځینې شنونکي ټینګار کوي چې په اوسني وضعیت کې، د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامداره بشري مرستې خورا مهمې دي.

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، محمد کریم عظیمي هم وايي: « دا مرستې باید د اړوندو ادارو په همغږۍ، چې د رسولو مسوولیت لري، خلکو ته و رسول شي او پرته له سیاسي ګټو په پام کې نیولو، پر وخت اړمنو خلکو ته ورسېږي.»

بل لور ته، اقتصاد وزارت د اسټرالیا د دې اقدام ستاینه کوی او له نورو هېوادونو یې هم په روان ژمي کې د اړمنو افغانانو د دوامداره لاسنیوي غوښتنه وکړه.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري بیا وايي: « موږ د اسټرالیا د ۵۰ میلیونه ډالرو له مرستې مننه کوو او له نورو هېوادونو هم غواړو چې د اسټرالیا په څېر دې په ژمي کې خپلې بشري مرستې دوامدارې کړي او سیاسي مسایل دې له بشري مرستو جلا وساتي.»

په دې راپور کې راغلي چې اسټرالیا د ملګرو ملتونو له باوري سازمانونو سره کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته رسیږي.
دا مرسته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا تر څارنې لاندې پلي کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسټرالیا له افغانستان سره ۵۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*