وداګرۍ وزارت: ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

منبع

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر زېږیز کال کې له افغانستانه د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱۷ زره او ۵۱۷ ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

دغه صادرات متحده عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان، اروپا او منځنۍ اسیا ته شوي دي.

په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، په روان کال کې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او ټرانسپورټي او ټرانزیټی ستونزو د تازه مېوې د صادراتو په برخه د پام وړ منفي اغېز کړی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې اجراييوي رییس، وسیم صافي و ویل: «اوس زموږ صادرات دوام لري او زموږ ستونزې د ټرانسپورټ او د لېږد لګښتونه دي، چې په تېر کې زموږ محصولات پر وخت بازارونو ته رسېدل خو اوس یې د چابهار او یا بندر عباس له لارې صادروو چې د ځنډ سربېره یې لګښتونه هم زیات دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکی د افغانستان کرنې ته په اشارې ټینګار کوي چې د لا نورو بازارونو پر رامنځته کولو سربېره باید د کروندګرو محصولات تو هم جدي پاملرنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي و ویل: «سږ کال د افغانستان کرنیز محصولات له ستونزو سره مخ و خو په راتلونکي کې کولای شي ښه پلان ورته ولر او  سړې خونې جوړې کړو څو وکړای شو خپل محصولات په سمه توګه وساتو.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: «موږ باید پر بدیلو لارو تمرکز وکړو، هغه بندرونه چې ډېر کار ترې نه دی اخیستل شوی باید تر ډېر کار واخیستل شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د تازه مېوو د صادراتو د کچې او ارزښت د پرتلې کولو په تړاو مالومات ورن‌کړل خو په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل د کروندګرو د ډېری محصولاتو د خرابېدو لامل شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "وداګرۍ وزارت: ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*