نجونې: راتلونکی کال کې د ښوونځيو پرانیستې ته په تمه یو

ځینې افغانې نجونې یو ځل بیا د دوی پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو غوښتنه کوي.

دوی هیله مندي ښوودلې چې د نوي کال له پیل سره جوخت به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ترلاسه کړي.

نازیلا وایي د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه چې په هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول.  

د نازیلا په وینا، له زده کړو تر محرومېدو وروسته یې د انځورګرۍ هنر او د انګلیسي ژبې زده کړې ته مخه کړې ده.

نازیلا هیله منه ده چې په راروان کال کې وکړای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

یوه زده کوونکې، نازیلا حمیدي په دې اړه وايي: «زما هیله له امارت اسلامي څخه دا ده چې په راتلونکي کال کې د ټولو نجونو لپاره د مکتبونو دروازې پرانیزي.»

دا یوازې نازیلا نه ده چې هیله لري په نوي کال کې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بېرته پرانېستل شي؛ بلکې ګڼې نورې زده‌ کوونکې هم تمه لري چې په راروان کال کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. 

یوه محصله، منیژه په دې اړه ویلي: «زما هیله له امارت اسلامي څخه دا ده چې په راتلونکي کال کې دا پرېکړه وکړي چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ځکه چې نجونې په دې هېواد کې د زده‌کړې حق لري.»

له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو بشري څانګې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو پر لېرې کېدو یې ټینګار کړی دی.

که څه هم سرپرست حکومت تازه د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو یا نه پرانیستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت ځينو چارواکو هم وخت ناوخته پر دې مسألې نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو بشري څانګه وايي:«په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو زده کړو د بندیز دا درېیم کال دی. ۱.۵ میلیونه تنکي نجونې چې له ښوونځیو محرومې دي، خپل د زده کړو له حقه بې برخې دي. د حقونو دا ښکاره نقض باید پای ته ورسېږي.»

د ښځو د حقونو فعاله، فریال سید زاده وايي: «زده‌کړه او تعلیم د شرعي او عرفي قوانینو پر بنسټ د افغان نجونو حق دی. د نجونو د زده‌کړې بندیز ناوړه پایلې لري، چې نه یوازې پر فردي کچه، بلکې پر ټولنه هم منفي اغېز کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېیو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې تر امر ثاني پورې ښوونځیو ته له تګ منع شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نجونې: راتلونکی کال کې د ښوونځيو پرانیستې ته په تمه یو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*