ننګرهار کې په عصري ټکنالوژي سمبال څه‌کم ۷۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي

ننګرهار کې په عصري ټکنالوژي سمبال څه‌کم ۷۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي

ننګرهار کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې مجهز سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې ګڼو زده‌کوونکو ته یې د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دولس کلن ابراهیم چې د ننګرهار د روداتو ولسوالي اوسېدونکی دی، اوس د دغې ولسوالي د حصارشاهي سیمه کې په هغه عصري او مجهز ټولګي کې عملي زده‌کړې کوي چې د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

دغه ډول هڅو د ابراهیم او نورو ماشومانو د زده‌کړې بهیر لا بریالی، خوځنده او پر ذهن یې مثبت اغېز کړی دی.

ابراهیم وايي: «مونږ د نورو ولایتونو زده‌کوونکو سره خبرې کوو او هغوی سره خپلې تجربې او نظریې شریکوو او هغوی له مونږ سره، له یوه او بل سره رقابت، ټوکې او ګیمونه کوو، که کوم مضمون کې مشکل وي همغه کتاب کې لکه ریاضي، ټولنیز او انګلېش وي؛ نو بیا مونږ همغه کتاب را واخلو او خپل مشکل په‌کې په اسانه حلولی شو.»

د اسحاق په نوم یو بل زده‌کوونکی وايي: «که مونږ سره کوم کتاب نه وي یا کومه ورقه شلېدلې وي؛ نو مونږ بیا له دغه سیستم څخه ګټه اخلو او دې کې ټول کتابونه موجود دي، موږ په‌کې له چټ جي پي ټي اپلېېکشن هم کار اخېستی شو.»

په دغو سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کوونکي د انټرنیټ له لارې د هېواد له نورو ولایتونو سره هم نښلول کېږي.

دوی خپلې زده‌کړې، تجربې او بریاوې له یو بل سره شریکوي چې دا زده‌کړه‌ییزه تبادله نه یوازې د هغوی د پوهې د پراختیا لامل کېږي، بلکې د ټکنالوژۍ په مرسته د راتلونکو زده‌کړو لپاره یې لارې هم اسانه کوي.

دې ټولګیو کې نجونې هم شته چې د خپلو زده‌کړو لپاره خوشاله دي.

د ماریه په نوم یوه زده‌کوونکې وايي: «موږ ته د درس اړوند عملي وېډیوګانې او عکسونه هم را ښایي او داسې صنفونه باید هر ځای کې جوړ شي چې هر زده‌کوونکی ترې استفاده وکړي.»

دغه راز د نصیبه په نوم یوې بلې زده‌کوونکې وویل: «د دغې ټولګي پر جوړیدو ډېره زیاته خوشاله یم او دا باید لا دوام ولري چې دولسم ټولګي پورې په‌کې زده‌کړې وکړو او تعلیمي ټکنالوژۍ سره اشنا شو.»

ورته مهال، د دغه ولایت، د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د یاد ریاست تر چتر لاندې ۲۲ مرستندویه موسسو په هغو سیمو کې مجهز سیمه‌ییز ټولګي فعال کړي چې تر دې وړاندې د زده‌کړو بهیر له ستونزو سره مخ و.

د دغو ټولګیو تدریس د ٦٨٤ نارینه او ښځينه ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو پر کیفیت او پرمختګ یې د پام وړ اغیز کړی دی.

دوی له مرستندویه موسسو د دغې لړۍ د لا پراختیا غوښتنه کوي.

د دغه ریاست د لومړنیو او منځنیو زده‌کړو عمومي مدیر نظیف‌الله میاخیل په دې اړه وویل: «٦٨٤ ټولګیو کې نهه زره ۹۱۲ هلکان زده‌کوونکۍ او ١٥ زره ٩٢٠ نجونې له مونږ سره په زده‌کړو بوخت دي چې مونږ سره ټولټال ٢٤ زره او ٤٤٢ تنه هلکان او نجونې په زده کړو بوختې دي.»

همدارنګه ننګرهار کې د یوې ځايي موسسې مسوول ایمل صاپي وویل: «له نورو ټولګیو سره د دغو ټولګیو توپیر دا دی چې دلته هر څه په عملي شکل تدریسېږي ځکه چې مونږ دلته خپلو زده‌کوونکو ته ټبلېټونه ورکوو چې له اول ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې په پي‌ډي‌اېف بڼه په دواړو ملي ژبو موجود دي.»

‎د یاد ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې ننګرهار کې ۸۱۶  ښوونځيو کې څه باندې ۸۷۹ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ۳۹۱ زره ۵۲۱ یې نجونې او ۴۸۷ زره ۹۶۸ یې هلکان دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ننګرهار کې په عصري ټکنالوژي سمبال څه‌کم ۷۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*