نورستان کې ۱۹ تاریخي سیمې او اثار ثبت شوي

💬0

نورستان کې ۱۹ تاریخي سیمې او اثار ثبت شوي

د نورستان ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۱۹ تاریخي سیمې او لرغوني اثار ثبت شوي دي.

مسوولین وایي، له دغو تاریخي سیمو او لرغونو اثارو یو شمېر یې د تېرو جګړو او ناپامۍ له امله زیانمن او په خپل‌سري ډول کیندل شوي دي.

دوی زیاتوي چې د تاریخي سیمو د ساتنې لپاره ځانګړې امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سمیع الحق حق بیان و ویل: «دلته مشهورې سیمې د دې ځای د خلکو مذهبي ځایونه دي، چې پخوا به د حج لپاره ورته راتلل.»

د دغه ولایت اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د دغو تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د بیارغونې او ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو دا ملي شتمني د لا زیانمنېدو پر ځای د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

د نورستان اوسېدونکي، محمد زمان شاکر و ویل: «د منډول هوس، واما باغ او داسې نورې سیمې دي چې بیارغونې ته اړتیا لري.»

د نورستان بل اوسېدونکي، ذوالقفر نورستان وویل: «نورستان ډېرې تاریخي سیمې لري، دا کومې چې پېژندل شوې دي، باید ورغول شي.»

بل‌خوا، د پوهنتون استادان او یو شمېر تاریخ‌پوهان وايي، تاریخي اثار د یوه ملت د هویت او تاریخ مهمه برخه جوړوي او، د هغوی په خبره، د دغو اثارو ساتنه نه یوازې فرهنګي ارزښتونه خوندي کوي، بلکې د علمي څېړنو، ګرځندوی صنعت او اقتصادي ودې لپاره هم مهمه بلل کېږي.

د نورستان د پوهنتون استاد، دوست محمد وحدت و ویل: «د یوه ملت د تاریخ ژوندي ساتل د هغه ملت د تاریخي سیمو او اثارو له ساتنې څخه څرګندېږي.»

تاریخ‌پوهان باور لري چې د تاریخي اثارو ساتنه او بیارغونه د هېواد د فرهنګي هویت، ګرځندوی صنعت او تاریخي میراث د خوندي ساتلو خورا مهمه برخه ده. د دوی په وینا، د راتلونکو نسلونو لپاره له تاریخ، تمدن او فرهنګي ارزښتونو سره بلدتیا اړینه ده؛ نو ځکه یې ساتنه او پالنه مهمه ګڼل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نورستان کې ۱۹ تاریخي سیمې او اثار ثبت شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*