نورستان کې ۲۰ سلنه خلک لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

💬0

نورستان کې ۲۰ سلنه خلک لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي او دغه ولایت ته تلونکي سیلانیان د مخابراتي شبکو د کمزورو خدمتونو او په ځینو سیمو کې انټرنېټ ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. 

د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست بیا وايي، اوس مهال د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د نورستان اوسېدونکي وايي، په یو شمېر سیمو او لویو لارو کې مخابراتي شبکې سم فعالیت نه کوي او خلک اړ دي چې د ټیلیفوني اړیکو لپاره غرونو یا هغو سیمو ته په ساعتونو پلی مزل وکړي چې مخابراتي پوښښ لري.

د نورستان اوسېدونکي حمیدالله وویل: «د مخابراتي شبکو د کمزورو خدمتونو له امله پلی مزل کوو، غره ته یا هغو ساحو ته ورځو چې شبکې کار وکړي، بیا له هغه ځایه له خپلو کورنیو سره اړیکې نیسو او د اړتیا وړ شیان راغواړو.»

رضوان‌الله، د نورستان بل اوسېدونکی، وايي د کار پر مهال له خپلې کورنۍ سره د اړیکې نشتوالی ورته اندېښنې پیدا کوي.

هغه وویل: «موږ چې کله د کار ساحې ته ځو، له خپل کور سره مو اړیکه نه کېږي او دا اندېښنه راسره وي چې خدای مه کړه په کور کې څه خبره نه وي یا له کوره چا اړیکه کړې نه وي؛ ځکه دلته شبکې کار نه کوي.»

سیال میر، د نورستان اوسېدونکی، هم وویل: «موږ د مخابراتي او انټرنېټي شبکو د کمزوري فعالیت له امله له سختو ستونزو سره مخ یو، ځکه دلته شبکې سم کار نه کوي.»

بل لور ته، نورستان ته تلونکي یو شمېر سیلانیان وايي، په ګڼو سیاحتي سیمو کې د مخابراتي پوښښ او انټرنېټ نشتوالی له خپلو کورنیو سره د هغوی اړیکې پرې کوي.

مزمل احمد، چې نورستان ته د سیاحت لپاره ورغلی، وویل: «موږ چې دلته په سیاحتي سیمو کې ګرځو، په هغو سیمو کې نه د موبایل ساده اړیکې ټینګولی شو او نه هم انټرنېټ کار کوي؛ نو زموږ کورنۍ هم په اندېښنه کې وي چې خدای مه کړه څه شوي نه وي.»

یو بل سیلاني خلیل‌الرحمن وویل: «په سیاحتي سیمو کې مخابراتي خدمتونه او انټرنېټ نه وي او موږ له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شو نیولی. ټول فکر مو د کورنۍ په اړه وي، چې له دې امله سیاحت خوند نه راکوي.»

مصطفی، بل سیلاني، له مسوولانو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. هغه وویل: «نورستان کې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي، په ځینو سیمو کې خو انټرنېټ بېخي کار نه کوي. له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.»

په همدې حال کې، د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس احمد خالد فاتح وايي، اوس مهال د دغه ولایت شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.

فاتح وویل: «اوس مهال نورستان کې ۸۰ سلنه خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو برخمن دي، چې په دې کې د ۲جي، ۳جي او ۴جي انټرنېټي خدمتونه شامل دي. کوم خلک چې له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بې‌برخې دي، د هغوی ستونزو ته به هم په نږدې راتلونکي کې رسېدنه وشي.»

د مخابراتو ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په نورستان کې لسګونه نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

د مسوولانو په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې د نورستان تر نیمایي ډېر اوسېدونکي مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو لا هم د دغه غرني ولایت په یو شمېر سیمو کې د مخابراتي پوښښ ستونزه پر ځای پاتې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نورستان کې ۲۰ سلنه خلک لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*