
نړۍوالو بازارونو ته د افغاني غالیو صادرات څه باندې ۷۰ سلنې زیات شوي
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال بېلابېلو هېوادونو ته د افغاني غالیو صادرات څه باندې اویا سلنې زیات شوي دي.
د دغې خونې د مسوولینو په خبره، په دې وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو له را ستنېدو سره، هېواد کې د دودیزو غالیو تولید ډېر شوی او د افغانستان په نوم نړۍوالو بازارونو ته صادریږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایه امر، محمد یوسف امین و ویل: «له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره د هغو افغاني غالیو صادرات چې پاکستان کې به د افغانانو له لوري اوبدل کېدې، کم شوي او اوس په افغانستان کې اوبدل کیږي او د افغانستان په نوم صادریږي.»
۹۹ سلنې په لاس اوبدل شوې افغاني غالۍ بهر ته صادریږي. د دغو وطني غالیو لویه برخه پخوا د ایران او پاکستان په نومونو نړۍوالو بازارونو ته صادرېده خو اوس د هېواد د ګمرکونو له لارې بهر ته صادریږي.
د هېواد د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې غړي، محمد رفیع نادري و ویل: «د افغاني غالیو ۹۹ سلنې یې بهر ته صادریږي، یوازې شاوخوا یو سلنې په کور دننه کارول کیږي.ډېری دغه غالۍ بهرنیو بازارونو لپاره اوبدل کیږي څو په نړۍوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي.»
نور احمد فیضي چې له ۵۰ کلونو راهیسې په هرات ښار کې د غالیو د پلور هټۍ لري، د غالیو د صادراتو او په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون لپاره د اسانتیاو غوښتنه کوي.
نور احمد فیضي په دې اړه وایي: «دولت باید موږ ته په نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي او موږ سره د غالیو په صادراتو کې مرسته وکړي.»
هرات کې د غالیو بل پلورونکي، بشیر احمد یارزاده و ویل: «د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې د غالیو په صادراتو او د نړۍوالو نندارتونونو د جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.»
په لاس اوبدل شوې افغاني غالۍ د خپل لوړ کیفیت، ښکلې بڼې او بېلابېلو رنګونو له امله نړۍوال شهرت لري. د دغو غالیو ډېره برخه د افغانستان په شمالي او لویدیځو سیمو کې تولیدېږي.
د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو ټولنې د شمېرو لمخې، یوازې د هېواد په لویدیځ زون کې له ۴۰۰ زرو زیات کسان د غالیو د صنعت په برخه کې په کار بوخت دي.
لومړی نظر وکړئ on "نړۍوالو بازارونو ته د افغاني غالیو صادرات څه باندې ۷۰ سلنې زیات شوي"