
نیمروز کې بېځایه شوي د سرپناه په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې لسګونه کورني بېځایه شوي وایي، له کلونو راهیسې په خېمو کې ژوند کوي او د ژمي په رانږدې کېدو سره یې ژوند لا سخت شوی دی.
دوی چې د نیمروز له دلارام ولسوالۍ څخه د وچکالۍ او بېوزلۍ له امله زرنج ښار ته بېځایه شوي، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د سرپناه په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
بېځایه شوي، نورالرحمن وویل: «له حکومته غواړو چې موږ ته ځمکه راکړي، کور راته جوړ کړي او دغه راز خوراکي مرسته راسره وکړي.»
د نورالرحمن په څېر لسګونه نورې کورنۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
۴۲ کلن الیاس هم وایي چې په خېمو کې تر سوځنده لمر او د ژمي د یخنۍ پر مهال ژوند کول، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، ډېر ستونزمن دي.
هغه زیاتوي: «موږ ډېرې ستونزې لرو، حکومت او یا نړیواله ټولنه باید زموږ وضعیت ته رسېدنه وکړي. په دې ډول ژوند ډېر سخت دی.»
د نیمروز مسوولین وایي چې په تېرو کلونو کې یې په دغه ولایت کې له کورنیو بېځایه شویو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې دي.
دوی زیاتوي چې د دغو کورنیو د سرپناه ستونزې د حل لپاره یې د سرپناه د جوړولو غوښتنه هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته استولې ده.
د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، عبدالله ریاض وویل: «د سرپناه لپاره مو وړاندیزونه کړي او انشاالله چې منظور به شي.»
بلخوا، په نیمروز کې کورني بېځایه شوي وایي چې لنډمهاله او یو ځل مرستې یې ستونزې نه شي حل کولی.
دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د پیاوړو او معیاري سرپناوو په برابرولو سره ورته د باثباته او خوندي ژوند زمینه برابره کړي.
لومړی نظر وکړئ on "نیمروز کې بېځایه شوي د سرپناه په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي"