هرات کې تر وخت وړاندې د پستې راټولولو مخنیوي لپاره تابیاوې نیول شوي

Loading

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د خلکو له لوري تر وخت وړاندې د پستې ټولولو مخنیوي په پار د دغه ولایت په ځنګلونو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

په پام کې ده، تر راتلونکو څو ورځو د هرات د پستې له ځنګلونو د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، پير محمد حلیمي و ویل: « له ملته مو هیله ده چې خپل ځانونه دې نه ستړي کوي، موږ به د زمري له لسمې وروسته مالومات ورکړو چې په کومه ورځ راټولیږي، اوس موږ ته مالومات نه کیږي.»

د پستې طبیعي ځنګلونه د هرات په کشک کهنه او ګلران ولسوالیو کې شاوخوا دولس زره هکټاره ځمکه پوښلې او یواځې له بارانه اوبه کیږي.

هرات او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د پستې ستر ځنګلونه لري خو هر کال تر وخت وړاندې د پستو ټولېدو له امله د دغې میوې د حاصلاتو کیفیت را ټیټ شوی دی.

د کرنیزو مسایلو کارپوه، نثار احمد امیني و ویل: « د افغانستان پسته د نړۍ د نورو هېوادونو له پستې یو ځانګړی توپیر لري، هغه توپیر دا دی چې د افغانستان پسته للمي پسته ده، چې هیڅوک پکې لاسوهنه نه کوي، کوډ نه اخلي، دوا پرې نه شیندل کیږي، طبیعي رسیږي.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغانستان په نړۍ کې د پستې پنځم تولیدونکی هېواد دی چې ډېره برخه یې بېلابېلو هېوادونو ته صادریږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضي زاده په دې اړه و ویل: « تېر کال مو د پستې ښه صادرات درلودل، د شاوخوا ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت مو ۲۳۱ ټنه پسته متحده عربي اماراتو، عمان، ترکیې او اروپا ته صادرکړې ده.»
 
تېر کال هرات کې له څلور زره ټنه زیاته پسته راټوله شوې ده.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو لمخې، د تېرکال پرتله سږکال دغه ولایت کې د پستې حاصلات شاوخوا پنځوس سلنه زیات شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "هرات کې تر وخت وړاندې د پستې راټولولو مخنیوي لپاره تابیاوې نیول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*