
هرات کې د شاتو تولید د تېر کال پرتله ۵۰ سلنې زیات شوی
د هرات سیمهییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې د تېر کال پرتله ۵۰ سلنې زیاتوالی راغلی.
د دوی په خبره، سږ کال په هرات کې نږدې ۲۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي او هڅې روانې دي چې بهر ته یې د صادراتو زمینه برابره شي.
د هرات د شاتو مچیو روزونکو د ټولنې مرستیال، محمد عارف واصل په دې اړه و ویل: «د افغانستان شات د کیفیت له پلوه ځکه د ګاونډیو هېوادونو له شاتو ښه دي، چې پراخې ګل لرونکې سیمې لري.»
د هرات په بڼونو او غرنیو لمنو کې د شاتو مچۍ له طبیعي ګلونو تغذیه کوي چې له امله یې د لوړ کیفیت شات تولیدېږي.
خو په هرات کې د شاتو مچیو روزونکي له ګاونډیو هېوادونو د ټیټ کیفیت لرونکو شاتو د واردېدو او په کورنیو بازارونو کې یې د پلور په اړه اندېښمن دي.
د شاتو مچیو روزونکي، نوراحمد و ویل: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له بهره د بېکیفیته شاتو د واردولو مخه ونیسي، څو موږ وکولای شو هغه باکیفیته شات چې په هرات او ټول افغانستان کې تولیدېږي، په ښه بیه وپلورو.»
د شاتو مچیو روزونکي، محمد نبي و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د بهرنیو شاتو د واردولو مخه ونیول شي، څو د هېواد تولیدات وپلورل شي. زموږ شات ډېر باکیفیته دي، خو وارداتي شات ډېر بېکیفیته دي او ښه شات نه واردېږي.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونه بیا وايي، د بېلابېلو ادارو له استازو یوه ګډه کاري ډله جوړه شوې چې هره ورځ له بازارونو ټیټ کیفیت لرونکي شات راټولوي.
دغې کاري ډلې په تېرو پنځو میاشتو کې له بازارونو څه باندې ۶۰۰ کیلوګرامه ټیټ کیفیت لرونکي او جعلي شات راټول کړي او له منځه یې وړي دي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، امید تیموري و ویل: «هڅه کوو چې د شاتو او د شاتو مچیو د نورو محصولاتو لپاره مناسب بهرني بازارونه پیدا کړو. د کورنیو نندارتونونو په جوړولو او د پانګوالو او بهرنیو سوداګرو په جذبولو سره هڅه کوو چې خپل باکیفیته شات نړیوالو بازارونو ته معرفي کړو.»
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې نږدې ۳۰ زره د شاتو مچیو صندوقونه شته او د شاتو د تولید او راټولولو ۲۰ سلنه چارې د ښځو له لوري ترسره کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د شاتو تولید د تېر کال پرتله ۵۰ سلنې زیات شوی"