
هرات کې د منارونو سړک تر ۲۰ کلونو وروسته د خلکو پرمخ پرانیستل شو
د هرات ښاروالۍ وایي، د دغه ولایت د منارونو سړک یې له شلو کلونو وروسته د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیست.
دا سړک د هرات تاریخي منارونو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په موخه تړل شوی و او په خوا کې یې بدیله لار جوړه شوې وه.
د هرات سیمه ییز مسوولین وایي، د ګڼې ګوڼې له امله او هېوادوالو ته د اسانتیا په موخه یې دا سړک د ټرافیکو پر مخ پرانیستی دی.
د هرات ښاروالۍ د ښاري خدماتو امر، احمد ارشاد صافي و ویل: «کوم سړک چې موږ په پام کې نیولی د ملک دروازي سړک د مولوي د ټانک له سړک سره نښلوي. دا اقدام به په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره کمه کړي. دا اقدام د ټرافیک مدیریت له لوري، د هرات ولایتي ادارې په تصویب او له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ شوی.»
ټاکل شوې دا واټ د ښاروالۍ له لوري کریړ او دواړو غاړو ته یې کټارې ولګولې شي چې اصلي موخه یې د څلو ساتنه بلل کیږي.
د هرات اوسېدونکي، محمد عارف و ویل: ««د دې سړک پرانیستل زموږ لپاره یوه لویه اسانتیا ده. زموږ لاره لنډه شوه او موږ کولی شو په لږ وخت کې ښار ته ورسیږو.»
د هرات بل اوسېدونکي، شیراقا و ویل: «د منارونو شاته لاره بنده وه او هیڅ چا نشوای کولای چې تګ راتګ وکړي او دا ډېره ستونزمنه وه. اوس چې دا لاره پرانیستل شوې، تګ را تګ اسانه شوی دی.»
خو ځینې لرغون پوهان خبرداری ورکوي چې د موټرو پر مخ د تګ راتګ لپاره د دې واټ پرانیستل به یادو تاریخي او لرغونو څلو ته د زیان رسېدو لامل شي.
د دوی په خبره، دغه څلي د زړښت په حال کې دي او دا واټ باید بېرته وتړل شي.
هرات کې لرغونپوه، زلمي صفا و ویل: «زموږ یوازینۍ هیله په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په هرات کې، دا ده چې که یونسکو پریکړه وکړي چې هرات د نړۍوالو میراثونو په لیست کې ثبت کړي. د دې ثبتولو لومړی ځای منارونه او د جومات کمپلیکس دی. دا نوی اقدام د نړۍوالو میراثونو په لیست کې د هرات د ثبت پر هڅو منفي اغېز کوي او موږ هیله لرو چې په دې برخه کې به بدیلې لارې وموندل شي.»
د څلوو یا منارونو واټ نږدې شل کاله مخکې دغو څلورو څلو ته د زیان نه رسېدو په موخه تړل شوي وو او بدل کې یې یو بل لوی سړک جوړ شو.
دا څلي څه باندې پنځه سوه کاله لرغونتیا لري او مخینه یې د تمیوریانو تاریخي دورې ته ورګرځي.
د لرغونپوهانو په وینا، دا تاریخي اثار له کلونو راهیسې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي او جدي ساتنې او څارنې ته اړتیا لري.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د منارونو سړک تر ۲۰ کلونو وروسته د خلکو پرمخ پرانیستل شو"