
هرات کې د وچکالۍ له امله د اینجې کښت زیات شوی دی
د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست وایي، دغه ولایت کې د اینجې کښت زیات شوی دی.
د مسوولینو په خبره، اینجه لږو اوبو ته اړتیا لري او د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله یې کر اقتصادي بلل کیږي.
د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست د طبیعي نباتاتو مدیر، جلیل احمد ساغري و ویل: «اینجه په غوریان، زندهجان، کرخ، کشک رباطسنګي، کشک کهنه او د نورو ولسوالیو د بزګرانو له لوري کرل شوې ده. په هرات کې له ۸۰۰ جریبه زیاته ځمکه د اینجې تر کر لاندې ده.»
د بزګرانو په خبره، د اینجې ګل په کور دننه نه کارول کیږي، له همدې امله نورو هېوادونو ته په ځانګړي ډول هند ته صادریږي.
بزګر، عبدالغفور و ویل: «د اینجې بیه د ایراني تومنو په څېر، ورځ تر بلې راټیټیږي.»
ځینې نور بزګران غوښتنه کوي چې د خپلو تولیداتو د صادراتو لپاره یې باید اسانتیاوې برابرې شي.
بزګر، فصل احمد احمدي و ویل: «د اینجې د سوداګرۍ مرکز هندوستان دی. هلته بستهبندي کیږي او بیا نورو هېوادونو ته چې لیوالتیا لري، صادریږي. څلور کاله وړاندې مو یو څه د اینجې ګل له زعفران سره یو ځای یوې امریکایي د درملو شرکت ته هم واستوله. اروپایي هېوادونه هم اینجې ته لېوالتیا لري.»
بزګر، محمد داوود سروري و ویل: «باید داسې اسانتیاوې برابرې شي چې موږ وکولای شو خپل محصولات له افغانستانه په اسانۍ او منظم ډول بهر ته صادر کړو.»
د اینجې بوټی درې کاله وروسته حاصل ورکوي. دا بوټي هر کال د سلو ورځو لپاره تر پنځه ویشتو ځلو پورې ګل ورکوي او د هرې کیلو بیه یې په بازارونو کې له درې زرو تر اووه زرو افغانیو ده.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې د وچکالۍ له امله د اینجې کښت زیات شوی دی"