
هغه وسلې چې د وسلو په څېر نه ښکاري
څنګه عادي سوداګریز توکي کولای شي د ایران د پوځي تدارکاتو له شبکو سره مرسته وکړي
د بریښنایی نښلونکو یا صنعتي ماشینونو لیږد ممکن د معمول اویا عادي سوداګریزې سوداګرۍ په څیر ښکاري. خو کله چې د یوې تر بندیز لاندې پوځي ادارې لپاره په پټه توګه حساس تجهیزات ترلاسه کیږي، نو یوه عادي معامله کولای شي د وسلو د تدارکاتو د یوې نړیوالې شبکې برخه وګرځي.
د ایران پوځي صنعت تر یوې اندازې پورې په بهرنیو جوړو شویو برخو او د دوه ګوني کارونې پر ټیکنالوژیو پورې تړلی دی؛ هغه محصولات چې په اصل کې د مشروع ملکي کارونې لپاره دي، خو د نظامي تولیداتو په برخه کې هم مرسته کولی شي.
د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په میاشت کې، د امریکا د متحده ایالتونو د خزانې وزارت په لسو هغو اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول چې د ایران د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو د لوژستیک لپاره په تدارکاتو کې ښکیل وو. د پیژندل شویو قضیو په منځ کې، یوه داسې شبکه چي د ایران د الوتکو جوړلو شرکت ته د بریښنایی اجزاو په رسولو کې چې د ډرون په جوړولو کې ښکیل وو هم تورنه شوې دی.
دا شبکې له ایران څخه بهر پراخې شوي او منځګړیتوبونه پکې شامل دي چې په څو هیوادونو کې فعالیت کوي. د دوې نړیوال لاسرسی ښیي چې د بار وړلو ریښتینی منزل څنګه پیژندل کیږي او د توکو د پیژندنې په پرتله د دوی د پای کارونې اهمیت څومره دی.
د ۲۰۲۶ کال د جون په میاشت کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز یو راپور په ورته ډول خبرداری ورکړ چې بهرني سوداګریز تجهیزات، چې دوه ګونی (ملکي او پوځي) کارونې لري، کېدای شي د ایران د پوځي بیارغونې له هڅو سره مرسته وکړي.
د هغو کسانو لپاره چې په ترانسپورتي چارو کې ښکېل لکه د صادرونکو، ګمرکي استازو او ترانسپورتي شرکتونو په ګډون، په قصدي توګه د منع شویو راکړو ورکړو د اسانتیا برابرولو پایلې کېدای شي ډېرې جدي وي. د پلي کېدونکو قوانینو او شرایطو پر بنسټ، سرغړونې کېدای شي د توکو د ضبط، مالي جریمو، بندیزونو، یا جنایي تعقیب لامل شي.
دا اندېښنې د افغانستان په ګډون له ایران سره پر پوله د سوداګریزو دهلیزونو په اړه هم پراخې شوې دي. هغه شرکتونه چې د دې لارو په اوږدو کې فعالیت کوي باید د حساسو توکو د سمبالولو پر مهال پیرودونکي ، په پاې کې ګټه اخیستونکي، د صادراتو جوازونه او اسناد تصدیق کړي.
ډیر شمیر نړیوال تجارت قانوني وي او دوه اړخیز تجهیزات په اتوماتيک ډول منع ندي. خطر هغه وخت رامنځته کیږي کله چې جعل، غیر مجاز صادرات، یا د بندیزونو لاندې راغلي ترلاسه کوونکي، سوداګریزې معاملې په غیر قانوني تدارکاتو بدل شي.
د یوې محمولې محتوا ممکن عادي ښکاره شي، خو د هغې منزل، ټاکل شوی هدف او قانوني حیثیت کولی شي بیخي بل داستان بیان کړي.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "هغه وسلې چې د وسلو په څېر نه ښکاري"